Home » قرباني [اضحیة] (page 5)

قرباني [اضحیة]

که څوک درسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره قرباني کوي ؟

پوښتنه : که یوسړی درسول الله لپاره قربانی کوی دا جائز ده اوپه همدی قربانی یې ثواب اواجر مرتب ده،اودهمدي قرباني دغوښی حکم څنګه؟ یعنی خپله یې خوړایې شی اوکه یې تصدق ورباندی واجب ده؟ الجواب- درسول الله صلی الله علیه وأله وسلم لپاره قربانی کول بلکل صحیح اوموجب د زیات ثواب ده ،او دغوښی حکم ئي هم لکه دخپلی ...

Read More »

که دوفات شوي شخص په ذمه واجب قرباني پاتي وي ؟

پوښتنه : که یوسړی دمرده لپاره نفلی قربانی وکړی او ددغه مرده په ذمه واجب قربانی هم پاته وی أیا پدغه نفلی قربانی يي له هغه واجبی قربانی غاړی خلاصیږی ؟ الجواب- نه ، په مذکوره قربانی باندی دمرده غاړی له واجبی قربانی چې دده په ذمه پاته ده، نه خلاصیږی ،، (۱) لما فی کفا یت المفتی /۸/ ۲۰۵/ ...

Read More »

که دنصاب خاوند دقربانۍ په ورځوکې مړشي !

پوښتنه :  یو سړي صاحب دنصاب وي ، خو دقرباني په ورځوکي مړشي، قرباني ورڅخه ساقطيږي اوکنه ؟ الجواب– ،که سړي دقرباني په ورځوکي مړشي ولوکه صاحب دنصاب هم وي قرباني يي له زمي ساقطه ده، البة که ئي په ځان لازمه کړي وي بیا په مرګ هم نه ساقطیږی په ورثه ؤدده ،لازم ده چې قربانی ورته وکوی ، ...

Read More »

قرباني کونکي دمرده لپاره دشوي قربانۍ غوښه خوړلی شي؟

پوښتنه :  دمرده لپاره چې کومه قرباني ؤشي دهغی قربانی   دغوښی خوراک قربانی کونکې شخص ته جائز ده، أو که دهمدي غوښي صدقه ورباندي لازم ده ،؟، الجواب– دمرده لپاره چې کوم قرباني ؤشي دهغي غوښي خوراک همدغه شخص ته جائزاودده ملکيت ده، که يي خيراته وي اوکه يي خپله خوري، خوداحکم هلته ده چې مړي په قربانی کولو وصيت ...

Read More »

د مرده لپاره قرباني افضله ده که صدقه

پوښتنه : دمرده لپاره دقرباني په ورځو کي قرباني کول بهترده اوکه نقدي صدقه  اوياکومه بله صدقه فقيرانو ته ورکول بهتره ده؟ الجواب- دمرده لپاره دقرباني په ورځوکي قرباني کول افضل ده ترصدقه اوتر نقدي روفي ورکولو ، ځکه دلته دوه اجره دي يودقرباني اوبل دصدقي اوپه صدقه کولوکي صرف يودصدقی اجرده وبس ، فقهاء وائي په لس(۱۰ )روفي حيوان ...

Read More »

د مړو لپاره قرباني کول جائزدي کنه ؟

پوښتنه : که يوسړي دمرده لپا ره قرباني کوي قرباني ئي صحیح ده اوکنه اومرده تيه ثواب ورسيږي اوکنه ؟ الجواب– هو دمر ده لپاره قرباني کول صحیح اوموجب دثواب ده اوقربانی دمرده لپاره له مرده سره لوي تعاؤن اوهمکاری ده -) (۱) قال الله تبارک وتعالی (وتعاونوا علی البر والتقوی) سورة المائده ۲، (۲)و فی الترمذی، وعن حنش قال ...

Read More »

څوک چې واده نلري قرباني ورباندي واجب ده ؟

پوښتنه :  په عوامو کی مشهوره ده چې کوم څوک واده نلری په هغه قربانی واجب نده ولوکه صا حب د نصاب هم وی أیا داصحیح ده ؟ الجواب- دشریعت دقواعدو له مخه قربانی په هر عاقل بالغ مقیم نارینه وی أوکه زنانه واجب ده چې صاحب دنصاب وی په أحادیث مبارکه أوهم د فقه شریف په کتابونو کی مطلقا ...

Read More »

ایا غوا په حاجت اصلیه کې داخله ده ؟

پوښتنه :  که یو سړی یوه غوأ ولری اوس د غه غواء له حاجت أ صلی ؤڅخه ګڼل کیږی أوکنه،کې قیمت نصاب ته و رسیږی قربانی په واجب دی أوکنه ؟ الجواب : د بعضی علماء په نزد په غوأباندی ولوکی قیمت نصاب ته رسیږی قربانی واجب نه ده، (۱) خو مولوی رحمت الله رحمه الله په رحمت بیان /۱/ ...

Read More »

تلویزون ،راډیو اوداسي نور په حاجت اصلیه کې داخل دي کنه ؟

پوښتنه : که يوسړي تلويزون ، ټيپ ، راديو اويا داسي نور لدي جملي څخه ولري قرباني په واجبيږي اوکنه؟ الجواب- چون مذکوره أشيأء دعلماؤپه نزد په حاجت أصلي کي داخل نه دی لهذاکي قيمة نصاب ته رسيږي قرباني پري واجبيږي ، (۱) لما في احسن الفتاوي /۵۰۸ /۷ /تيں جوڑو ں سے زائد لباس ر یڈ يو اور ٹيپ ...

Read More »

که څوک قرباني ونه کړي اوبیا مسکین شي !

پوښتنه :  که په سړي قرباني واجب وي،خو په ايام دقرباني کي قرباني ونکوي بعد له ايام دقرباني مسکين شي قرباني ور څخه ساقطيږي اوکنه ؟ الجواب- په کوم سړي چې قرباني واجب شي اوقرباني ؤنکړي که مخکي ترتيريدو د ايام دقرباني فقير شي اويايي ځان ته نفقه کړي،نصاب دقرباني کم شي ، قرباني ور څخه ساقط ده او که ...

Read More »