Home » صدقة الفطر

صدقة الفطر

دصدقة الفطر مقدار اوڅرنګوالی

دصدقة  الفطر مقدار اوڅرنګوالی مسئله  :  سرسايه  له  څلورو څيزونو څخه وركولى  شي  ۱  غنم  ۲ اوربشي ۳   كجوري [ خورماوي ]  ۴  اوكشميش  .   دغنمو وړه  دغنمو په مثل دي  ، ديادوني  وړده  چې له  غنموڅخه  نصف صاع [ څه کم دوه كلو في  نفر ] اوله  اوربشو كجورو اوكشميشو څخه  پوره صاع  [يعني څوګرامه کم څلور كلو]  في نفر حسابيږي  .  وتجب صدقة الفطر من ...

Read More »

په سرسايه کې بهتر داجناسوقيمت ده

په سرسايه کې بهتر داجناسوقيمت ده مسئله  : په سرسايه كښي  پورتني ذكر شوي  اجناس  وركولي شي  خوبهتره  داده  چې د ذكر شوي  اجناسو قيمت  فقير ته وركړي  . ثم قيل  يجوز اداء ه باعتبار العين  والاحوط ان يراعي فيه  القيمة هكذا في محيط السرخسي …. وذكر في الفتاوى  القيمة افضل من عين المنصوص عليه  وعليه الفتوى  كذا في الجوهرة .  ...

Read More »

شمتن خلګ بايد په سرسايه کې دلوړشي قيمت ورکړي

شمتن خلګ بايد په سرسايه کې دلوړشي قيمت ورکړي مسئله : شتمن  خلك  بايد په سرسايه  كښي  دمذكوره  اجناسو څخه دهغه جنس  قيمت  وركړي  چې ارزښت  اوقيمت  يې  تر نورو زيات  وي  . ځكه  په حديث شريف كښي راغلي  : کله چې لوى خداي  ددنيا شته دركړي  نو په مالي  عباداتو كښي  توسع  كوئ  .  في حاشية  علم الفقه ۴\۵۳  المناسب  ان ...

Read More »

په سرسايه کې دښارعام نرخ اعتبارلري

په سرسايه کې دښارعام نرخ اعتبارلري مسئله : دسرسايې دوړاندينيو ذكر شوو اجناسو په قيمت  كښي  دښار عام  قيمت  معتبر ده  ديوټلټي سټورونو [حكومتي دوكانونو ]  نرخونه  اوقيمت   باندي  سرسايه  نه وزي  .  في الفتاوى الرحيميه ۵\۱۷۲ ويعتبر قيمة بلد وسعره  العام  لا قيمة  ما يعطي في الدكاكين  الدولية   [سركاري راشن ستورز ]  الخ  ملخصا  .

Read More »

دسرسايې دورکړي ترټول افضل وقت

دسرسايې دورکړي ترټول افضل وقت مسئله  :   دسرسايې وركړه  دكمكي  اختر په  ورځ  داختر دلمانځه  څخه  وړاندي  وركول مستحب ده   اوكه  يې   داختر دورځي  څخه  وړاندي  په  روژه  كښي  وركړه  نوهم صحيح  ده  . والمستحب للناس ان يخرجو الفطرة  بعدطلوع الفجر يوم الفطر قبل الخروج الى المصلى . …..    وان قدموا صدقة الفطر على  يوم الفطر  جاز   هنديه ۱\۱۹۲ ومثله في الفقه ...

Read More »

که يوتن دکمکي اختر ترسپيدو وړاندي وفات شې يايوماشوم..

که يوتن دکمکي اختر ترسپيدو وړاندي وفات شې يايوماشوم.. مسئله   : كه يوانسان  دكمكي  اختر دورځي  له سپيدو وړاندي  وفات شو نو سرسايه  يې واجب  نه ده  ، اوكه  دهمدي ورځي  له سپيدو  وروسته  يو ماشوم  وزيږيدو يايوه كافر اسلام  قبول كړ  يا يوفقير له همدغه  سپيدوڅخه وروسته  شتمن شو  نو په دي  صورتونوكښي  صدقة الفطر واجب ده  . فمن مات ...

Read More »

دسرسايې داداکولووقت ټول عمردی

دسرسايې داداکولووقت ټول عمردی مسئله    دسرسايې دادا کولو وقت  ټول  عمر ده  ،  البته  دوجوب  د  اداء وقت  يې  دكمكي اختر  دسپيدو دراختلوسره  شروع  كيږي  . ووقت ادائها جميع العمر عندعامة مشائخنا  رحمهم الله  كذا في البدائع    هنديه ۱\۱۹۲ وفي الفقه الحنفيه ۲\ ۳۷۶  ووجوب  اداء  زكوة الفطر  موسعا في العمر  فيصح  تقديمها عن فجر يوم العيد اوتاخيرها .الخ ووقت الوجوب بعدطلوع الفجر الثاني  ...

Read More »

دصدقة الفطر د اداء کولو ۳وختونه

عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: فرض رسول الله صلی الله علیه وسلم زكاة الفطر، وقال: “أغنوهم في هذااليوم؛ البيهقي والدار قطني- ژباړه : له ابن عمر رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم دصدقة الفطر ورکول فرض کړل اووي وفرمایل :چې په دغه ورځ [دعیدپه ورځ ] دوئ په خپلوسرسایوباندي له سوال کولو مستغني کړئ . ...

Read More »

دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه

دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه   دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه خوډیر دي البته موږ دلته څوحکمتونه ځيني را اخلو اوهغه په دي ډول دی : ۱- دسرسایې په ورکړه  د بخل اوبدواخلاقو څخه دبدن پاکوالي دی   . ۲- په صدقة الفطر له هغه ناوړو اقوالو افعالو اواعمالو څخه دروژي پاکوالی دی چې له یوه تن څخه د روژي په مبارکه میاشت ...

Read More »

دصدقة الفطروجوب اومشروعیت

   مفتي ابویاسر  دسرسايې(صدقة الفطر) ثبوت له شرعي دلائلوڅخه سرسايه  [ ياصدقة الفطر ، زكوة البدن  ، زكوة الراس  اوزكوة الفطر چې هم ورته ويل كيږي  ] دزكوة  په څير    په اسلام  كښي  دمشروعو مالي  عباداتو څخه ده   ، دهجرت  په دوهم كال   دزكوة   دمشروعيت  څخه  وړاندي   درمضان  په  اته ويشتمه  یې دوجوب  امر صادرشوى  و و  . لکه وروسته به ...

Read More »