Home » دار الافتاء (page 3)

دار الافتاء

که دطلاق له لفظ سره ان شاء الله وویل شي ..

الاستفتاء رقم …  محترم مفتي صاحب ! که یو ه سړې خپلې میرمني ته طلاق ورکړ، مګر آهسته يې ( ان شاء الله ) ورسره وویل نوطلاق  يې  واقع کیږي اوکنه ؟ اسدالله الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که دغه تن دطلاق دالفاظو سره سمدستي ان شاء الله ویلی وي اودومره اندازه يې په زوره ویلي وي چې ده خپله اوریدلي وي ...

Read More »

په چپه لاس خوراک اوڅښاک ؟

الاستفتاء رقم  ………………..محترم مفتي صاحب ! په جپه لاس خوراک څښآک کول څرنګه دي ؟حرام یامکروه تحریمي خوبه نه وي ؟ الجواب حامدومصلیا وبعد:په چپه  لاس سره خورا ک اوڅښاک کول دسنت خلاف عمل  دی ، حرام اومکروه تحریمي نه دي بلکه مکروه تنزیهي دي . في الترمذي باب ماجاء في النهي  عن  الاکل  والشرب  بالشمال  ۱۷۹۹ عن عبدالله بن ...

Read More »

په اوبو استنجاء وهل ؟

الاستفتاء رقم  ………….  محترم مفتي صاحب ! یومولوي صاحب همیشه تقریرکوي چې یواځي په اوبواستنجاء وهل نه دي صحيح  آیاداخبره سمه  ده ؟ الجواب  حامدا ومصلیا وبعد په استنجاء کي مسنونه طریقه داده : چې له بولو اوغائطووروسته لمړی په تیږه یالوټه باندي اودس  وچ کړي اوبیاوروسته په اوبوباندي استنجاء وکړي . اویواځي په لمړي [تېږه \ لوټه ]باندي اکتفاء ...

Read More »

دمسجدځمکه به وقف وي !

الاستفتاء رقم …………. محترم مفتي صاحب ! یوه سړي نیمايې ځمکه مدرسي ته وقف کړي وه اونیمایې يې مسجد ته وقف کړي وه اوس هغه سړی مړ دی دانور خلګ   دادمدرسي ځمکه هم په مسجدګډوي اومسجدلویه وي نوداصحیح کيږي اوکنه ؟ الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په ذکرشوي صورت کې غیروقفي ځمکه په مسجدکې داخلول صحت نه لري . في الهندیة ...

Read More »

په مسجدکې ناستوخلګوته سلام اچول شته ؟

الاستفتاء رقم ……………….   محترم مفتي صاحب ! که یوتن مسجدته ورشي اوخلګ نفل کوي یاتلاوت کوي یاپه ذکراخته وي نوسلام به وراچوي اوکنه ؟ احمد الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په ذکرشوي صورت کې که خلګ په همدغه اعمالو کي مشغول وو یادلمانځه په انتظار کي ناست وو نوسلام وراچول نشته اوکه دغسی ناست وو یعني په کوم ذکراوعمل نه ووبوخت ...

Read More »

که فرضي طواف بي اودسه وشي دم لازمیږي ؟

الاستفتاء رقم […. ]محترم مفتي صاحب !یوه حاجي صاحب طواف زیارت بي اودسه کړی نوکوم شی خوبه نه په لازمیږي ؟ یوسائل الجواب حامدا ومصلیا وبعد : که دغه تن فرضي  طواف [طواف الزیارة ] بي اودسه کړی وي نودم یعني دیوه پسه حلالول ورباندي همالته دحرم په حدودوکې لازم دي  . لمافي الهدایة ۱\۲۵۳ولوطاف طواف الزیارة محدثا فعلیه شاة ...

Read More »

په جپه لاس خوراک اوڅښآک کول !

الاستفتاء رقم  [………] محترم مفتي صاحب ! په جپه لاس خوراک څښآک کول څرنګه دي ؟حرام یامکروه تحریمي خوبه نه وي ؟ عبدالله عبید الجواب حامدومصلیا وبعد:په چپه  لاس سره خورا ک اوڅښاک کول دسنت خلاف عمل  دی . في الترمذي باب ماجاء في النهي  عن  الاکل  والشرب  بالشمال  ۱۷۹۹ عن عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ان النبي صلی ...

Read More »

په څلور رکعتیزو نفلوکې به په لمړۍ ناسته کې درود اوپه دریم رکعت کې سبحانک اللهم ..ویل کیږي ؟

الاستفتاء رقم …………… محترم مفتي صاحب ! که یوتن څلوررکعته نفل کوي نوپه اوله قعده [ناسته ]کې به درود اودعاء وايې اوکنه ؟ اوهمداراز به په دریم رکعت کې سبحانک اللهم …. وايې اوکنه ؟ یوطالب الجواب حامدا ومصلیا وبعد: هو،په لمړئ قعده کې به ترپایه تشهدوايې اودرود به وايې اوپه دریم رکعت کې به سبحانک اللهم … هم وايې ...

Read More »

آیا نارینه دسپینوزرو ځنځیرپه غاړه کولای شي ؟

الاستفتاء رقم ……………………………   محترم مفتي صاحب ! موږ اوریدلي دي چې د ۴ء ۸۶  ماشې سپینوزروڅخه که ګوتمۍ جوړه شي نواستعمال يې رواده ،اوس که یوتن له همدغه اندازي سپینوڅخه دغاړي یوڅنځیر جوړکړي رواده اوکنه ؟ الجواب حامدا ومصلیا وبعد: نارینه وته له ټاکلي اندازي سپینو څخه یواځي دګوتمۍ په جوړولو اواستعمالولو کې رخصة راغلي دی اوپه نوروګيڼو کي جواز ...

Read More »

په پېټرول پمپونواومارکیټونوکې دمیرمنو مساجد!

الاستفتاء رقم ……… اوس ډیرځایونه په پټرول پمپونو اوپه ځینو مارکیټونو کې یاپه لویولاروباندي دښځولپاره دزنانه مساجدوپه نوم ځایونه جوړیږي نودشریعت له نګاه څخه خوبه په دې کې کوم حرج نه وي ؟ یوسائل الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دښځولپاره مستقل مساجد آبادول چې دجماعت لمونځ په کې کوي فقهاء منع کړي ،مګر هغه ځایونه چې په سوال کې يې یادونه ...

Read More »