Home » دار الافتاء (page 12)

دار الافتاء

دشوګر بیماردروژي نیولوپه ځای کفاره ورکولای شي ؟

الاستفتاء رقم ۲۱۱۸ محترم مفتي صاحب ! زموږ قبله ګاه صاحب دشوګر بیمار دی ، اوزیاته تنده لري ،سپینږيری هم دی ،له بل پلوه روژه په سخته ګرمي اولویو ورځو کي ده نو زه دده دروژو په ځای کفاره ورکولای شم ؟ الجواب حامدا ومصلیا وبعد: زموږ فقهاؤلیکلي دي چې که شیخ فاني [هغه تن چې دزیات بډاتوب له امله ...

Read More »

دتراویحو په مینځ کي خبري ياخوراک اوڅښاک ؟؟

الاستفتاء : رقم ۲۱۱۵زموږ حافظ صاحب دهرو څلورو رکعتونوتراویحو په مینځ کې یاددورکعتونو په مینځ کې اوبه څښې نوپه دي سره یې تراویحو ته تاوان رسیږي اوکنه ؟ همداراز ځيني خلګ دتراویحو په دغه ناسته کي یوله بل سره خبري کوي تراویح خو به يې نه خرابیږي ؟ الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که دعذر له امله اوبه څښې پروا نه ...

Read More »

ماشومان اوروژه

الاستفتاء رقم ۲۱۱۴ محترم مفتي صاحب ! زموږ ماشومان یولس کلن اودولس کلن دي خوڅرنګه چې روژه په سخته ګرمي کې ده نو ماشومان په روژه نیولو امر کول یاروژه ورباندي نیول څرنګه ده ؟ ملامحب الله الجواب حامدا ومصلیا وبعد: کله چې ماشوم یعني هلک یانجلۍ   داووکلونوشې   اودروژی دنیولو طاقت لري نوپه روژه نیولودي امرکيږي ، اوکله چې دلسوکلونوشې ...

Read More »

زما دنن ورځي روژه څرنګه ده ؟

بسم الله الرحمن الرحیم الاستفتاء رقم   ۲۱۱۲ محترم مفتي صاحب ! له سهار چې راکیناستلی یم څه مي نه دي خوړلي ،له لمانځه وروسته دوره تفسیرته ولاړم اوس په یوه بجه رافارغ شوم ، دلته دعامو مسلمانانو روژه نشته له صباڅخه يې روژه پیل کیږي ، مګر ځينو خلقو روژه نیولي ده ، نوزه اوس څه وکړم پسي روژه يې ...

Read More »

په هالنډ او ورته هیوادونوکې دروژې نیولو په اړه

الاستفتاء رقم:  ۷۵۱ـــــ سلامونه او نيکي هيلي : زه خالد له درو کالو راهيسي دلته په هالنډ هيواد کي اوسم دلته د سهار سپيدې په څلورنيمو بجو راخيژي،او لمر بيا پر لس نيمې بجې لويږي په دومره اوږده ورځ کي طبعاً روژه نيول ډيره ګرانه وي ،نو آيا نسي کيداي چي لکه د ځينو نورو هيوادونو په څير موږ هم ...

Read More »

دجنازي اوفاتحي په مـــــراسموکې دشهيدانــــــو تصويــــــرونه ګرزول او لګول.

الاستفتاء محترم مفتي صاحب!  السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ، هیله ده چې روغ جوړ او خوشاله به یاست . محترم مفتي صاحب ! زموږ په سیمه کې د علماوو،او مجاهدینو ترمنځ  اوس دا رواج جوړ شوی دی، چې کله په جهاد کې کوم مجاهدین شهیدان شي او دهغوی مخ او سر داسې زخمي شوی وي چې د کتلو وړ ...

Read More »

مجاهدينو ته دزکوة په اړه

الاستفتاء : محترم مفتی صاحب ! که چېري دلګۍ مشر یامالي مسئول مسکین وي نودملګرو لپاره څومره د زکوة روپۍ قبض کولا ی شي ،همداراز که دغه تن غني یا دنصاب مالک وي نو دملګرو لپاره روپۍ قبض کولای شي اوکنه ؟ مستفتی : ملامحمدعثمان . الجواب : حامدا ومصلیا وبعد: په لمړي صورت کې که چېري دلګۍ مشر یادهغه ...

Read More »

په قبرونو باندي جنډي درول

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! په سیمه کې رواج ده ،چې مرده وشي  ،نوله دفن وروسته يې په قبر بانسونه دروي ، اوپه هغوۍ باندي ډول ډول دسمالونه ،څېري اوټوټي  تړي ،نودشریعت له نظره دغه عمل څرنګه ده ؟ ملاشېرمحمد الجواب حامدا مصليا وبعد:په قبرونو باندي دشنودرختو ښاخونه درول په حدیث ثابت دي ، اوترڅوچې دغه ښاخونه یابوټي شنه وي نودالله تعالی ...

Read More »

په شخصي کارونوکي دبیت المال دڅيزونو استعمال ؟

الاستفتاء   :محترم مفتی صاحب ! له ماسره ددلګۍ موټر سایکل ده ،کله چې کورته راشم نوراسره وي خو زه يې کله په خپل کار کې هم استعمال وم ،نوپوښتنه داده :چې ماته شرعاددغه موټرسایکل استعمال دخپلو شخصي ضروریاتو لپاره رواده اوکنه ؟ یومجاهد الجواب حامدا ومصلیا وبعد ، په مذکوره صورت کې : که دغه موټرسایکل ددلګۍ دټولو ملګرو مشترک ...

Read More »