Home » دار الافتاء (page 11)

دار الافتاء

که مسنون اعتکاف فاسدشي نو..

  الاستفتاء : كه  مسنون  اعتكاف   فاسد شي  نو قضا راوړل  يې  ضروري ده اوكنه  ؟  اوكه قضا راوړل  يې ضروري  وي  نو دټولو ورځو قضا به راوړي  او كه  دپاته ورځو  ؟  بينوا توجروا . الجواب حامدا ومصلیاوبعد :  مسنون  اعتكاف   دامام  ابو حنيفه   اوامام محمد رحمهماالله  په  نزد ديوي  ورځي  قضا راوړل  ضروري ده   يعني يواځي  دهغي  ورځي  قضا ...

Read More »

په مسنون اعتکاف کي استثناء صحیح ده اوکنه ؟

الاستفتاء  : یوتن وایې چې زه درمضان المبارک په روستیو لسو شپو ورځوکې مسنون اعتکاف کوم په عین حال کې زه په یوه عالم باندي دقرآن کریم ترجمه هم کوم  نو زه دغه دوره تفسیر ته تلل په دي مسنون اعتکاف کې استثناء کولی شم ، همداراز دجنازيٍ لمانځه ته وتل یادبیمار پوښتنه په کې استثناء کولی شم اوکنه ؟ ...

Read More »

آیا په روژه کې دسهار جماعت وختي بهتردی ؟

الاستفتاء :آیا په روژه کې دسهار په جماعت اداکولو کې غلس افضل دی اوکه اسفار ، یعني سنت طريقه داده چې دسهار جماعت  دصبح صادق دختوڅخه څومنټه وروسته سمدستي اداء شي اوکه داچي وروسته یعني چې کله شه رڼا شي ؟ الجواب حامدا ومصليا وبعد:  دسهار دلمانځه په وخت کې دکراهيت زمانه نشته . نوځکه یې داستحباب  لپاره دوقت تعين ...

Read More »

دتراويحو اووتر و په اړه :

  الاستفتاء محترم مفتي صاحب  که څوک فرض لمونځ بی جماعته وکړي اوبیا تراويح په امام پسي وکړي ،نووتر  په امام پسي په جماعت آداء کولی شې اوکنه ؟ همداراز که یوتن فرض په جماعت سره وکړي خوتراویح په جماعت سره ونه کړي نووترپه جماعت له اما م سره اداکولی شي اوکنه . یوه مولوي صاحب وویل چې په دغه ...

Read More »

دتراویحو په مینځ کې په خوراک اوڅښاک سره …

الاستفتاء : زموږ حافظ صاحب  دهرو څلورو تراویحو په مینځ کې یاددورکعتونو په مینځ کې اوبه څښې  نوپه دي سره یې  تراویحو ته تاوان رسیږي اوکنه ؟ الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که دعذر له امله یې څښې نوبیاپروا نه لري اولمانځه  ته تاوان نه رسیږي ، اوکه دعذر پرته  یعني صرف دغږ دتازه کولولپاره داسې کوي نوبیاپه دي هکله دعلماؤدوي ...

Read More »

دشوګر دبیمارانوپه اړه فتوی

  الاستفتاء رقم[  ۱۱۲۷ ] محترم  مفتي صاحب ! زموږ قبله ګاه  صاحب دشوګر بیمار دی ، اوزیاته تنده لري ،سپینږيری هم دی  ،له بل پلوه روژه په سخته ګرمي  اولویو ورځو کي ده  نو زه دده دروژو په ځای کفاره ورکولای شم  ؟ الجواب حامدا ومصلیا وبعد: زموږ فقهاؤلیکلي دي چې که شیخ فاني [هغه تن چې دزیات  بډاتوب ...

Read More »

په هغه هیوادونو کې چې دروژي ورځې اوږدې وي …؟

الاستفتاء  رقم[ ۷۵۱ ]سلامونه او نيکي هيلي : زه خالد له درو کالو راهيسي دلته په هالنډ هيواد کي اوسم دلته د سهار سپيدې په څلورنيمو بجو راخيژي،او لمر بيا پر لس نيمې بجې لويږي په دومره اوږده ورځ کي طبعاً روژه نيول ډيره ګرانه وي ،نو آيا نسي کيداي چي لکه د ځينو نورو هيوادونو په څير موږ هم ...

Read More »

په زده کړه دماشومانو وهل ټکول ؟؟

الاستفتاء رقم (    ) :محترم مفتي صاحب ! زمونږپه سېمه کې په زیاتره مدرسو ـ اودارالحفاظو کې ماشومان زیات وهل کیږي  آن چې مجروح شي اودزیاتو ماشومانو دمدرسي دپریښودلو سبب شي . ستاسو دمحترم حضورڅخه په دي هکله شرعي معلومات غواړو: ۱ـ دماشومانو په وهلوکې زموږ په مقدس دین کې یوه معلومه اندازه شته اوکنه ؟ ۲ـ دغه وهل دماشوم ...

Read More »

که خسر له لوري دنږور ..

که خسرخپلې نږور ته به شهوت لاس  وروړي نوپه خاوند يې حراميږي ؟ الاستفتاء :څه وايې علماء کرام ،په دې مسئله کې چې که یوخسر خپلې نږور  ته په شهوت سره لاس  وروړي  ،نوپه دې صورت کې  يې  دغه نږور  په خپل خاوند باندي  حراميږي اوکنه ؟ الجواب  حامدا ومصلیا وبعد:هو ! زموږ  داحنافو په مذهب کې  دغه ښځه په ...

Read More »

دبیع عېني یومروج صورت

الاستفتاء رقم … محترم  مفتي صاحب ! پریوه سړي  مي  لس زره کالدار ې پورباندي و ،اوس دپور وخت پوره ده خو هغه سړی پیسي  نه لري ،زه يې اوس په ماتوم  ترکاله پوري ، په داسې  طریقه : چې له مدیون څخه دلسو زرو  روفوشی  په هماغه پور واخلم بیايې بيرته پر  دغه مدیون ترکاله په پنځلس زره خرڅوم ...

Read More »