Home » تسحر [پېشلمی]

تسحر [پېشلمی]

دپېشلمي اړوندشرعي مسائل

مسئله  : روژه هم لكه  لمونځ  اودنورعبادتونو په شان فرض ده   ځکه نيت پكښې  شرط  ده  ، دنية څخه پرته صحت  نه لري  ، لهذا  درمضان دروژي په  نيولو كي دهري ورځي  دروژي دصحت لپاره نيت ضروري ده .  الاشباه ص \۱۹اماالنية في الصوم فشرط صحته لکل يوم الخ ، هنديه 195\1 دزړه اراده دنيت لپاره کافي ده مسئله :  دزړه  اراده  دروژي د نيت  لپار كافي ده ...

Read More »

پشلیمی یو مسنون عمل دی

پشليمی يومسنون عمل دی مسئله : پشلیمی کول سنت دي .یعني په پشلیمي کولوسره الله تعالی انسان ته اجراوثواب ورکوي .   التاتارخانيه ۲\ ۳۴۸  الشامي ۴\۴۵۹   دپشليمي کولوغوره وخت مسئله : دپشلیمی ترټولوغوره اومسنون وقت دشپې اخیري برخه ده ،خوکه یې دشپې په نیمایې کې پشیلمی وکړ نوهم صحیح ده .   الهنديه  ۱\ ۲۰۰  ،الشامي  ۳\۴۵۹

Read More »

دسپېدوتر رانږدي کيدويې ځنډول مکروه دي .

دسپېدوتر رانږدي کيدويې ځنډول مکروه دي . مسئله : ترداسي وخته دپشليمي ځنډول مكروه دي چې دشپي په بقاء يا دسپيدو په راختلو كي شك وي ، همداسې په همدي مهال پشلیمی دخوراک کول مکروه دي .الهنديه ۱\ ۲۰۰ . التاتارخانيه ۲\۳۴۸ والشامي ۳\ ۴۵۹

Read More »

دوريېځې په ورځ دپشلمې کول

دوريېځې په ورځ دپشلمې کول مسئله : اودوریېځې په ورځ مستحب داده چې وختې پشلیمی وشې .یعني دشپې ترآخري شیبو دي نه ځنډه وي . التاتارخانيه ۲\ ۳۴۸ ملاحظه : خوپه نن عصرکې دسپیدو دراختلووقت زیاتره خلګوته دنقشواوساعتونوپه لامل معلومیږي نوکه په خپل وقت باندی پشلیمی وکړي ډیره مناسبه ده .

Read More »

دپشلیمي په مهال دکجوروخوراک

دپشلیمي  په مهال دکجوروخوراک مسئله :  له وړانديني حديثونو څخه  معلومه شوه  چې دپشليمي په مهال  هم  دكجورو څخه څه خوراك كول مستحب دي  . عن ابي هريرة رضی الله عنه   عن النبي صلى الله عليه وسلم  قال نعم  سحور المؤمن  التمر . الترغيب والترهيب کتاب الصيام

Read More »

دپېشلمي په وقت کې په سپيکرونوکې دقرآن کريم تلاوت

 دپېشلمي په وقت کې په سپيکرونوکې دقرآن کريم تلاوت مسئله :  دپشليمي په مهال  په لوډ سپيكرونو كي دخلكو دپاڅولو لپاره دقرآن كريم  تلاوت  جائز نه ده ؛  الهنديه  ۵\۳۱۸ البته : داسي  شعرونه  چې جهادي  وي  يانور صحيح شعرونه   وي لوستل يې جائزدي  . الفقه الاسلامي ۱\ ۳۲۶

Read More »

دپيشليمي په مهال کم خوراک مستحب ده

 دپيشليمي  په مهال کم خوراک مستحب ده مسئله :   دپشليمي په مهال  كم  خوراك  كول  غوره     اوافضل دي :اوداسې ډیرخوراک چې دمعدې دهضم خرابې ورسره راځې مکروه دی       الطحطاوي ص\۶۸۲ په روژه کې دسهار اذان له وقت نه وړاندي کول نه دی جائز مسئله :ځیني علماء په پشليمي باندي دسپيدو دراختلو څخه څودقيقي له مخه احتیاطا دسهار اذانونه کوي ،نودایوه غلطي ده ...

Read More »

دپشلیمي مشروع اومسنونه طریقه

پشلیمی ځیني مستحبات اوسنت طریقي  هم لري چې مسلمانان یې بایددپشليمي په مهال مراعات کړي ،اوپه ځان یې عملي اونوروته یې ورسوي .   ۱- دپشلیمي په کولوکې بایددپیغمبرصلی الله علیه وسلم دامرداتباع نیت وکړي یعني پشلیمی بایددسنت په نیت وکړشې ،ځکه چې پشليمي کول دپیغمبرصلی الله علیه وسلم امر هم ده ،اویوه طریقه اوعادت یې هم ؤ.   ۲- دپشلیمي په کولوسره دسبادروژي دنیولو دنیت تجدیدکیږي ،نو دپشلیمی په کولوسره نوراجرهم لاس ته ...

Read More »

دپشلیمي مسنونیت ،اجر اوځانګړني

مفتي ابویاسر لمړی دپشلیمي مشروعیت تسحر یاپشلیمی چې دشپي په وروستۍ برخه کې یادشپي په شپږمه برخه کې دروژي په نیت خوراک کولوته ویل کیږي یوسنت اودپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه ثابت عمل دی اوپیغمبر صلی الله علیه وسلم یې په کولوټینګارکړي دی اوامت یې په کولوباعث کړی دی. پشلیمی ددي امت له خصوصیاتوڅخه دی پشلیمی ددي امت له خصوصیاتو ...

Read More »

دپشلیمي برکات اوځانګړتیاوي

۱-     په صحیح روایاتوکې راغلي چې الله تعالی په پشلیمی کونکورحمتونه نازله وي اوملائکه ددوئ لپاره داستغفارغوښتنه کوي . پشلیمیدالله تعالی له لوري درحمت نزول دګناهونودعفوي ،او داجرونو   اوثوابونو دورکړي په معنی دی . اودملائکه ؤدعااواستغفار دبنده په حق کې ضرورقبلیږي لکه په بل روایت کې چې په دي باندي تصریح شوي . لهذا دپشلیمي یوعظیم برکت داده چې انسان ...

Read More »