Home » بېلا بېلي لیکني » له ډیرې مدحې ځان وساته :

له ډیرې مدحې ځان وساته :

لیکنه :مفتي محمداعظم صدیقي

له ډیرې مدحې ځان وساته :

په یوه غونډه کي مي ګډون درلودهیڅ مي دبیان کولواراده نوه ،اونه مي هم دبیان لپاره کومه تیاري کړي وه له څه ځنډورسته دغونډې نطاق داوصافو(شرید)بسته کړداسي اوصاف يي بیانول چې دهرصفت په اوریدومي دموصوف لیدوته شوق زیاتیدوپه غونډه کي مي لر برکتل ماویل چې دابختورڅوک ده چې دومره صفات ورته الله تعالی ورکړي دي مافکر کاؤچې موصوف به یوسپينږی شیخ الحدیث وي ،اوله بل ښارنه به میلمه راغوښتل شوی وي ؛ځکه چې زموږپه ښارکي خوددومره اوصافوخاوندنشته .

زه لاپه دي فکرکي ورک وم چې نطاق صیب زمانوم واخست ،اودګویانچې مخې ته يي وردعوت کړم .

رښتیاچې دنوم په اوریدومي ډيرخپه شوم سرراباندي وکرزیدواوپه نه زړه مي ترسټيج پوري ځان راورساؤله حمد،اوصلاة ورسته مي دسودايي صیب داشعراقتباس کړ:

ددي ناستوخلګوټولودپښوګردیم :(….) دومره دستايلولايق نه یم

اوله دي ورسته مي لنډه ویناوکړه .

دلته تنهازه نه وم چې ترخپل وزن زیات وتلل شوم بلکه دټولومقررینوپه اوصافوکي دومره اطراء کیده چې حد يي نه ؤ.

حال داچې دشریعت له نګاه په مدح کي له حدنه تجاوز،اواطراء دهیچاپه حق کي جواز نلري ؛نصاری له دي امله کفاروګڼل شول  چې دوئ دحضرت عيسی علی نبیناوعلیه السلام په مدحه کي اطراء اوله حدنه تجاوزکاؤدوئ عيسی علیه السلام دالله تعالی زوي باله (العیاذبالله ) ځکه نورسول الله صلی الله علیه وسلم خپلواصحابوته وفر مايل: لاتطروني کمااطرت النصاری ابن مریم فانماأناعبده فقولو:عبدالله ورسوله .

علامه قرطبي ددي حدیث ترجمه داسي کوي :زمامدحه په داسي اوصافوسره مه کوئ!چې هغه په ماکي موجودنوي ؛لکه چې نصاری ؤدعيسي (علی نبیناوعلیه السلام )په مدحه کي اطراء کوله دوئ به عيسی علیه السلام دالله تعالی زوي بللو؛نوځکه دوئ کفار،اوله سمي لاري خطاشول .

علامه قرطبي زیاتوي چې له دي نه څرګنديږي چې څوک دبل په مدحه کي له حدنه تجاوز کوي ،اوموصوف ته داسي اوصاف ثابته وي چې په هغه کي موجودنوي نوداتن متجاوز ، اوګناګاردی .

علامه غزالي رحمه الله لیکي:مدحه پرشپږو افاتومشتمله ده څلوريي په مادح ،اودوه په مدوح کي دي ؛

هغه چې په مادح کي دي .

۱  ــــــ  کذب :کله یوڅوک دبل تن په صفت کي دومره اطراء،اوتجاوزوکړي چې خبره تر

در غوورسيږي  په داسي حال کي چې دروغ کبیره ګناه ده .

خالدبن معدان رضی الله عنه فرمايي:څوک چې دخلګوپه وړاندي دیوباچا،اویابل تن صفت په داسي صفاتوسره وکړي چې په موصوف کي شتون ونه لري نوداصفت کونکی به دقیامت په ورځ په داسي حال کي راپورته شي چې :ژبه به يي بنديږي .

۲ ــــــــ ریاء مدحه کونکی په مدحه سره ددي اظهارکوي چې ګویاله ممدوح سره مینه لري خوکله بیاپه زړه کي ورسره مینه نلري ،اونه هم خپلوټولواقوالوته معتقدوي نو محض  د خولې په ویناسره یاکار،اومنافق ګرزي .

(  که موږدخپلې زمانې ډیرونطاقانوته وګورونوپه زغرده ویلای شوچې ددوئ داطرز العمل له ریا،دروغو،اومنافقت نه خالي ندی ؛ځکه ډیرځله موږ موصوف پيژنوچې نه د دومره اوصافو خاوند وي چې دوئ يي ورته ثابته وي ،اونه هم ورسره دومره مینه لري .)

۳ ــــــــ  داسي څه وايي چې هغه ثابته ولای نشي  ،اونه هم پرهغه باندي اطلاع پیدا کیداي شي چې ددي انجام دروغو،اواخباربالغیب ته رسيږي (العیاذبالله )

۴ ـــــــــ کله دیوظالم ،اوفاسق مدح کيږي په داسي حال کي چې دفاسق مدح جوازنلري ؛ رسول الله صلی الله علیه سلم فرمايي:ان الله یغضب اذامُدِح َالفاسق .(۱)

ژباړه :الله تعالی په قهرشي کله چې دفاسق مدح کيږي .

 هغه افتونه چې په ممدوح کي دي :

۱ ــــــ  دمدح په وجه په ممدوح کي عجب ،اوکبرپیداکيږي ،اوداانسان هلاکه وي

۲ ــــــ  ځان خوښونه :کله چې دیوانسان مدحه ،اوصفت کيږي نوډیرداسي خلګ وي چې په دي سره ځان ورته ډیرکامل،اونیک ښکاره شي ،اوپه نیکواعمالوکي یي خلل رامنځ ته شي ؛ځکه چې دترقۍ اوکمال کوشش هغه وخت کيږي کله چې څوک ځان ناقص ګڼي .

البة :کله چې مدحه لدي افاتوڅخه خالي وي نوهغه وخت پروانلري .لکن زموږدزمانې مادح،اوممدوح ته په کتوسره ویلای شوچې اول خوداټول افات په مدح کي موجوددي ،او کنه دمادح له افاتوڅخه خوهیڅ انکارممکن ندی نوپه ښه به داوي چې له اطراء فی المدح نه په کلکه ډه ډه وشي ؛ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ایاکم والتمادح ؛فانه الذبح .(۲)

ژباړه :له ډيري مدحي نه ځانونه وساتئ ؛ځکه چې ډيره مدحه دمادح،اوممدوح لپاره حلالول دي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)    اخرجه ابویعلی فی مجمعه :۱۵۶

(۲)  اخرجه امام احمد

About admin