Home » لمونځ » دلمونځ پرېښودونکي حکم:

دلمونځ پرېښودونکي حکم:

دلمانځه دپرېښودلو دوه صورتونه دی : یو داچې دلمانځه انکاروکړي ، دوهم دسستي له امله لمونځ نه کوي .

څوک چې دلمانځه منکر وي اودانکار له امله لمونځ نه کوي هغه له اسلام څخه وتلی او کافر دی. ځکه لمونځ دقرآن کریم اواحادیثو څخه په قطعې دلائلو ثابت  او منکر یې له شک اوشبهې پرته کافر دی .  اوپه دوهم صورت کې چې دسستي له امله څوک لمونځ نه کوي په حکم  کې یې اختلاف دی .

امام احمد بن حنبل – رحمة الله تعالی علیه – فرمایې چې داسي څوک هم کافر دی ، تر ۳ ورځو پوري باید مهلت  او دلمونځ کولو تلقین ورکړی شي که یې لمونځ کول پیل کړل خو ډېرښه کنه نو قتل دي کړی شي .

دامام مالک او امام شافعي رحمهم الله تعالی په نزد داسي څوک فاسق اوفاجر دی اوباید دحد په  توګه  هغه  قتل کړی شي .

او داحنافو په مذهب کې  داسي څوک فاسق او فاجر خو دی  لیکن  قتل کیږي به نه . بلکه ترهغه پوري به  په بنديخانه کې قید کیږي ترڅو یاتوبه وکاږي او یاهم هلته  مړ شي .[1]

………………………………………………..

[1]  الموسوعة الفقهیة الکویتیة / مادة / الصلوة

 

About admin