Home » لمونځ » دلمانځه اهمیت :

دلمانځه اهمیت :

دلمانځه اهمیت : اسلام چې لمونځ ته کوم اهمیت او عظمت ورکړی په الفاظو یې بیان مشکل دی ، دلته یواځي  دنموني په توګه دځو شیانو یادونه کوو چې دلمانځه اهمیت ورڅخه ښه څرګنديدلی شي.

  1. لمونځ له  ایمان وروسته  تر ټولو لویه اومهمه فریضه ده .
  2. لمونځ  داسلام له پنځو مهمو بناګانو څخه ده .
  3. لمونځ  پرېښودونکي ته په حدیث کې دکفرنسبت شوی .
  4. په قیامت کې به ترټولو لمړی دلمانځه په اړه پوښتنه کیږي.
  5. لمونځ ته په حدیث شریف کې داسلام  ستن  ویل شوي .
  6. د رسول الله  صلی الله تعالی علیه وسلم  له دنیاڅخه درحلت په مهال ترټولو وروستی وصیت دلمانځه په اړه ؤ .
  7.  په لمونځ کولو سره د انسان ګناهونه  معافیږي
  8.  لمونځ کول انسان له هرډول نا وړه او بدو کارونو څخه راګرزوي
  9.  لمونځ په هر مسلمان په هر ډول سخت حالت کې فرض دی فرضیت یې نه  ساقطیږي
  10.  لمونځ  انسان  د دوزخ  له اوره  ساتي

م/ابوعمیر

About admin