Home » دار الافتاء » مسافر به په مقیم امام پسي څرنګه نیت کوي ؟

مسافر به په مقیم امام پسي څرنګه نیت کوي ؟

الاستفتاء رقم …………محترم مفتي صاحب ! که چېري امام مقیم وي اومقتدي مسافروي نومقتدي به په څلور رکعتیز لمانځه کې څرنګه نیت کوي ؟ المستفتي محمدخان

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:مقتدي دي په څلورکعتیز لمانځه کي دڅلورو رکعتونو نیت کوي اودفقهي له عباراتو همدامعلومیږي :

کمافي الهدایة ۱\۱۴۹ : وان اقتدی المسافر بالمقیم في الوقت اتم اربعا لانه یتغیر فرضه الی اربع بالتبعية الخ

وفي الهندیة ۱\۱۴۲ : وان اقتدی مسافر بمقیم اتم اربعا . ومثله في ردالمحتار ۱\۵۸۴

کتبه : مفتي ابوحامد عفی عنه

About admin