Home » درس القرآن » دمالي اوعملي جهاد بهترینه بدله :

دمالي اوعملي جهاد بهترینه بدله :

 

قال الله تعالی : وَلَا يُنْفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (121) التوبه
ژباړه : اودغه خلک چي دجهادپه لاره کې مصرفونه کوي که دغه مال کم وي یاډیر ، همداراز که دوئ جهادته ولاړشې نوچي دوئ کومي دښتي اودري مزل کوي داټول ددوئ په نیکو اعمالو کي لیکل کیږي ددي لپاره چي لوی خدای دوئ ته ترخپل دغه عمل چي دوئ یې کوي غوره اوبهترینه بدله ورکړي :
لنډ تفسیر : که څه هم دجهاد په لاره کي به ځینو خلکو ته دغه خپل عمل وړوکی ښکاري،مګر ددوئ ثواب اواجر دالله تعالی په نزد ډیر لوی دی اوالله تعالی به دمجاهدینودهروړوکي عمل [که هغه په دي لاره کي دخپل مال مصرفول وي یاهم خپله جهادته وتل وي ] ډیره لویه بدله ورکړي .

About admin