Home » بېلا بېلي لیکني » د بري دعا

د بري دعا

ليکنه: ابوسعيد راشد

بسم الله الرحمن الرحیم

د بري دعا

د الله جل جلاله په نصرت توره د افغانانانو هغه اسلامي تشخص دی چې  ټول يې مني. دا دی اوس بيا د دې پېړۍ د يوه ستر ناورين خاتمه کوي، او پدې هر څه کې خدای پاک ورسره مل دی.

خو د تاريخ پاڼې دا هم را په ګوته کوي چې له هرې تورې وروسته انساني شیطانانو افغانان د خپلې تورې سوري ته د ارام لپاره ندي پريښي، نو له همدې امله دا وار ضروري ده چې له ديپلوماتيکې هوښيارۍ سره سم، زمونږ د شپو او عبادت خاوندان د خدای حضور ته بار بار، دا عريضه وړاندې او په اوښکو او دعاګانو يې منظوره کړي چې: زمونږ د توري سوری دې د ګلو کښت، او افغانان دې پکې د ارام سا واخلي.

د همدې لپاره دوه مجرب اعمال وړاندې کوو، د خدای کوم بنده پرې عمل وکړي او دعاګانې يې زمونږ روان اوښتون ته د خیر زيری، او استعمار ته د پای ټکی کېږدي.

اول-تهجد:

پدې باندې د ټولو مسلمانانو (اهل سنت والجماعت) اجماع ده چې: الله جل جلاله (بلا کيف) د شپې په ورستۍ برخه کې د دنيا اسمان ته را کښته کېږي، او په ځمکه کې د ملايکو له لوري دا اعلان کېږي چې: که د چا کوم حاجت وي چې الله پاک يې ورته پوره کړي. که د چا کومه ګناه وي چې الله پاک يې ورته وبخښي. دا اعلانونه د سهار تر اذانه پورې روان وي.

دوهم- يوه مجربه دعا:

له عثمان بن حُنَیف رضي الله عنه څخه روايت دی چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته  يو نابينا سړی راغی، ويل يې چې: (یارسول الله) له الله نه وغواړه  چې ښه مې کړي! هغه (مبارک) ورته اوويل: که ستا خوښه وي نو دعا به درته وکړم، او که غواړې چې صبر وکړې، صبر ستا لپاره بهتر دی. هغه (سړي) اوويل: له الله نه راته (د جوړېدو) دعا وکړه. نو (رسول الله صلی الله عليه وسلم) ورته امر وکړو چې: اودس وکړي، او اودس (په) ښايسته (طريقې سره) وکړي، بيا دوه رکعته لمونځ وکړي، او بيا دا دعا اووايي: ((اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ ، وَأَتَوَجَّهُ إِلَيْكَ بِمُحَمَّدٍ نَبِيِّ الرَّحْمَةِ ، يَا مُحَمَّدُ ، إِنِّي قَدْ تَوَجَّهْتُ بِكَ إِلَى رَبِّي فِي حَاجَتِي هَذِهِ لِتُقْضَى ، اللَّهُمَّ فَشَفِّعْهُ فِيَّ)) (ترجمه: ای الله! زه له تانه سوال کوم، او تاته مخ در اړوم د محمد صلی الله عليه وسلم په وسيلې سره، یا رسول الله! ما ستا په وسيلې سره خپل رب ته عرض وکړو، زما په دغه حاجت کې، چې پوره شي، ای الله! د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپارښت زما په حق کې قبول کړه.)

هغه کس چې دا عمل وکړو نو الله جل جلاله يې سترګې ورته سمې (بينا) کړې.

سنن الترمذي برقم (3578)قال الألباني صحيح.ورواه ابن ماجه برقم (1385)

دا، او نورې هم د اجابت لارې دي، الله جل جلاله دې مونږ ته پرې د عمل توفيق راکړي، الله تعالی دې زمونږ د مشرانو او امريکايې جهت تر منځ را راوانه غونډه هېواد ته د استعمار پای، او د اسلامي نظام پيلامه کړي.

 

 

 

About admin