Home » دار الافتاء » دارتداد درې کلمات !

دارتداد درې کلمات !

الاستفتاء رقم ……..  محترمفتي صاحب ! یوه سړي بل ته ویل چې راځئ لمونځ وکړو هغه بل ورته وویل :چې ډیرلمونځونه مووکړو ګټه يې نه ده راته  کړي نعوذبالله  اویوه ورځ مي له یوه بل سړي څخه واوریدل چې ویل يې لمونځ کول اونه کول دواړه یوشی دي . اوهمداډول له یوه سړي څخه چې دغوسي په حالت کې يې زوی ته ویل چې چېرته تللی وي هغه ورته وویل :لمونځ مي کول  پلار يې نعوذبالله لمانځه ته ښکنځل وکړل نوپوښتنه داده چې دغه دري واړه حالت په موږ کې ډير دي  نوکه يې په اړه معلومات راکړئ ښه به وي چې له دي سره خوبه یومسلمان  له اسلامه نه وزي ؟ معاویه کلیم

الجواب حامداومصلیا وبعد: په دي باندي ټول فقهاء اومحدثین متفق دي چې ددين دشعائرو،عباداتو اونوروامورواستخفاف [سپکاوی ] کفردی .همداراز زموږ ټول فقهاء په دي متفق دي چې په پورتني دروواړو صورتونوکي  يې مرتکب  له اسلام خارج ګرزي، یعني :

که یوه تن وویل : ډیرلمونځونه مي وکړو اوګټه يې راته ونه کړه .

یايې داسي  وویل :  لمونځ کول اونه کول دواړه برابردي  .

یايې  : لمانځه ته بدرد ووايې .نعوذبالله تعالی منها.

نوپه دي درو واړوصورتونو کي که عمدا ووايې اوکه استهزاء [دملنډو په ډول ] اوکه دجهالت  [ناخبرتیا] له امله ووايې  دغه تن له اسلام څخه خارج بلل کیږي نکاح يې ختمه شوي اووړانديني ټول اعمال يې ضائع شوي .

دغه تن به بیرته  تجدید دایمان کوي  ، نکاح به بیرته نوي کوي .اوکه يې حج کړی و او  قدرت يې درلود بیرته به دحج اعاده کوي .

في الهندية ۲\۲۶۸ الباب التاسع  في احکام المرتدين : اوقال : نماز کرده وناکره یکي است .اوقال چندان نماز کردم مرادل بکرفت  … فهذاکله کفر کذافي خزانة المفتين … اګریکي کفت من بیسار نماز کرم هیچ حاجت من روانشد وآن بروجه استخفاف وطنزګوید کافر ګردد الخ

ومثله في الفتاوی الحقانیة ۱\۱۲۹

About admin