Home » بېلا بېلي لیکني » سوال کول

سوال کول

 

لیکنه :م محمداعظم صدیقي

اسلام دمسلمان پرعزت ،اوکر امة باندي ډیرټنګارکوي ،اونه پريږدي چې انسان په یو داسي ځاي ،اویاداسي  عمل لاس پوري کړي په هغه سره دانسان عزت ،اوکرامة له منځه ځي.

له هم دي امله اسلام مسلمان ته دسوال کولوایجازه نه ورکوي ؛ځکه چې په سوال کولو د انسان عزت ،اوشرافت له منځه ځې ،اوسوالګردخلګوپه نظرکي خواراوذلیل وي .

انسان لکه څرنګه چې له سوال کولومنعه شوی همدارازپرځان دفقر،اوغربت له نښانو څر ګندلونه هم ممنوع ده ، یعني مسلمان ته داسي پیزار،اوجامي اغوستل جوازنلري چې خلګوته  مسکین ،اوفقیرښکاره شي

سوال یوبدترین عمل ده ،اوپه حدیثوکي ورباندي سخت وعیدراغلی ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:من سأل من غیرفقرفکأنمایأکل الجمر .

ژباړه :څوک چې سوال کوي په داسي حال کي چې مسکین نوي نوګویاداتن سکروټې خوري .

په ډیرتأسف سره چې سوال اوس خلګویوحرفه ،اوکسب ګرزولی ده ؛روغ جوړاوتکړه ځوان وي خوهرواړه ،اوزاړه ته به دسوال لاس اوږد وي ،اودیوڅوپیسولپاره ورته بلا عذرونه قطارکړي آن چې ځینوخودژونداکثره برخه په همدي بي خونده ،اوقبیح کارکي تیره کړه لکن هغه وران،اوویجاړکارونه يي پري سم نکړای شودکومولپاره یي چې لومړی ځل سوال پیل کړي وو.

زه چې کله سوال ته دهغوئ رنګارنګ بهاني واورم نوماته درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث رایادشي چې فرمایي:  عن بن مسعود قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من نزلت به فاقة فأنزلها بالناس لم تسد فاقته ومن نزلت به فاقة فأنزلها بالله فيوشك الله له برزق عاجل أو آجل.

ژباړه :کله چې یوتن ته حاجت پيښ شي اوهغه یي له خلګونه پوره کول وغواړي نو هيڅکله به يي داحاجت پوره نشي (مرعاة المفاتیح لیکي :چې کله یي یوه ستونزه حل کیږي نوله هغې نه سخته ستونزه به ورته مخ ته راشي ) اوکه بیایوتن ته حاجت پيښ شي خوهغه یې له الله تعالی نه حل وغواړي نوژرده چې الله تعالی به ورته رزق ورکړي ،اویابه ورته په  آخرت کي نیکه بدله ورکړي

په یوبل حدیث کي راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: من جاع أو احتاج فكتمه الناس وأفضى به إلى الله تعالى كان حقا على الله أن يفتح له قوت سنة من حلال.

کوم چاته چې یوحاجت پيښ شي خوهغه تن يي له خلګوپټ کړي ،اوله الله تعالی نه دهغه حاجت پوره کول وغواړي نوالله تعالی به ورته دیوه کال حلاله نفقه ورکړي .

الله جل جلاله دي ټول مسلمانان له سوال نه وساتي ،اودټولوحاجتونه دي له خپله درباره پورکړي آمین .

About admin