Home » عصري مسائل » دموټرسایکلونو په قسط خرڅولو د یوې سلسلې په اړه

دموټرسایکلونو په قسط خرڅولو د یوې سلسلې په اړه

پوښتنه : محترم مفتي صاحب!  نن سبا په ډېرو غټو ښارونو کې دموټرسایکل اسکیم په نامه  دبیع  یوه سلسله  روانه ده چې په لاندي توګه ترسره کیږي

ټول  ۱۰۰ عرادي موټرسایکلونه وي ، او غړي  یې هم  ۱۰۰ تنه وي ، ټوله موده  ۱۳ میاشتي  او میاشتنی قسط  څلور زره  روپۍ وي  خو ددې لپاره لاندي شرائط  دي :

دا سلسله به  تر ۱۳ میاشتو پوري جاري وي دهري میاشتي پر ۱۵ نیټه د قرعه اندازي  په مټ ۳ موټرسایکلونه  ورکول کیږي .

۲-   هرغړی  به دمیاشتي  څلور زره  روپۍ په یوځای اداکوي  یا هم هره اونۍ   زر  زر  روپۍ

۳  –  هر غړی  به د میاشتي تر ۱۰ نېټي پوري خپل قسطونه جمع کوي  اوکه کوم څوک  ترټاکلي نېټي  خپل قسط جمع نه کړي  دهمدي میاشتي په قرعه اندازي کې  برخه  نه ورکول کیږي.

۴  –  د راتلونکي میاشتي د قرعه اندازي لپاره   دتيري میاشتي قسط اداء کول هم  اړین اوضروري دي .

۵ – کوم  څوک چې خپل قسطونه  له یوامله  بندوي  دهغه غړي توب ختمیږي  او دده له لوري جمع شوي روپۍ به  دهمدي سلسلې دختمیدو په مهال ورکول کیږي
۶-    له  شپږو میاشتو تېریدو وروسته  پاتي غړو  ته  زورور  ( ګران قیمته ) موټرسایکل ورکول کیږي .

۷-  کوم چاته چې  په  قرعه اندازي باندي موټرسایکل ورکړی شي هغه به هره میاشت   دخپل قسط اداء کولو پابندي کوي

۸ –  که څوک غواړي ژر موټرسایکل ترلاسه کړي نو ۱۵ ورځي وړاندي به  ۸ زره روپۍ جمع کوي ، خوکه پښیمانه شي نو هغه ۸ زره روپۍ یې نه  ورکولي کیږي .

یادونه: دموټرسایکل  راجسترکول د غړو ذمه واري ده چې په  ۱۰ ورځي کې دننه به ۳۵۰۰  روپۍ اداء کوي  او ترڅو چې  یې ټول قسطونه  اداء نه کړي  د موټرسایکل کاغذ نه ورکول کیږي

نوکه په دې اړه مو پوره اومفصل معلومات راکړل منندوی به مویم  . المستفتي حاجي احمد

الجواب : حامداومصلیا وبعد : په مذکوره صورت کې  دا سلسله  په څلورو مهمو مفاسدو مشتمله ده  لکه :

۱ –  که  داسلسله  په  بیع  بالتقسیط  کې داخله شي  نو په  قسط  خرڅولو کې  د خرڅونکي ( پیرودونکي) لپاره  دا نه ده جا ئز چې مبیعه  ترهغه چې  ترڅو ټول قسطونه اداء کړی شوي نه وي  را وګرزوي  ، خو په دې سلسله کې  داسي نه  ده .
۲-  دا ډول  بیع  په  بیع سلم باندي هم نه شي ورحمل کیدی؛ ځکه چې په بیع سلم کې  په  اخیستونکي ته  لازمي ده  چې  دعقد په مجلس کې به ټولي پیسي یوځای  مسلم الیه ته ورکوي ، که داسي ونه شي نو بیا  بیع الکالئ بالکالئ راځي چې شرعا جائز نه ده .

۳-   پنځم نمبر شرط  چې که څوک  قسطونه نه ورکوي نو دهغه غړیتوب ختمیږي او پیسي یې سمدستي نه ورکولي کیږي هم  نه دی صحیح ؛ځکه د تاخیر په شرط لګولو سره دهغه حق تلفي کیږي  نوځکه داشرط فاسد دی

۴ –  اتم نمبر شرط چې  په ایډوانس باندي موټرسایکل اخیستونکی ۸ زره روپۍ ورکوي اوبیا بیرته  نه ورکولي کیږي داشرط هم فاسد دی ؛ ځکه فقهاؤ په دې تصریح کړي چې که مشتري (اخیستونکی) کومي روپۍ د بیعاني په ډول بائع ته ورکړي  نو هغه  له بائع سره امانت وي، نو که کوم څوک خپل غړي توب  له دې سلسلې ختموي اوموټرسایکل نه اخلي نو په بائع باندي واجب دي چې  دهغه پیسي بیرته ورکړي  خو دلته معامله بلکل برعکس ده

دهمدي  اونورو مفاسدو له امله  یاد ه سلسله او اسکیم شرعا صحیح نه ده باید پکې برخه وانه خستل شي .

والله تعالی اعلم ، م/ محمد

About admin