Home » بېلا بېلي لیکني » داستاد احترام !

داستاد احترام !

داستاد احترام

داستاد احترام  : دايوبل شرط ده چي دطالب العلم لپاره خورا ضروري ده ځكه له استاد سره بي ادبي دعلم محرومي ده اوداستاد ناراضي دعاق كيدو پيلامه ده

۱= په حـــــــــــــــــديث شريف كې راغلي چي داستاد تحقير اوبي ادبي  دمنافقت يوه علامه ده ۲= حــــضرت على رضی الله تعالی عنه  فرمايې : اناعبدمن علمني حرفا واحدا ان شاء باع وان شاء اعتق وان شاء استرق .طريقه المتعلم ص\21

۳= فقيه ابوالليث رحمه الله  په دي اړه فرمايي : وان يعظم استاذه فان تعظيمه يظهر البركة في العلم واذا استخف به ذهبت عنه بركة العلم  ، وينتفع المتعلم بالعلم اذا كان فيه ثلاث خصال  التواضع في نفسه ، والحرص على التعليم  ،والتعظيم بالعالم . بستان ص\ 315  ۴= وايضا قال العلامه زرنوجي رح اعلم ان طالب العلم لاينال العلم ولاينتفع به الابتعظيم العلم واهله وتعظيم الاستاذ وتوقيره فقدقيل ماوصل من وصل الابالحرمة اى التعظيم وماسقط من سقط الابترك الحرمه …ومن تعظيم العلم تعظيم المعلم …. فان من علمك حرفا مما تحتاج اليه في الدين فهوابوك في الدين .

ژباړه : نه به علم لاس ته راوړي اونه به نفع ورباندي واخلي ترڅوچي يي دعلم اودعلماو تعظيم نه وي كړى، ويل شوي چې څوك چي په علم كي لوړ كمال ته ورسيدو هغه دعلم دتعظيم اواحترام په خاطر ،اوڅوك چي ولويدو اومحروم شو نو هغه دعلم اودعلماو د نه احترام په وجه . اودعلم دتعظيم نه يوداستاد تعظيم هم ده هغه استاد چي يو حرف يي ددين په امورو كي درته وښود نوهغه دي په دين كي پلار شو .

علماو فرمایلي : من توقير العلم ان لايمشي امام الاستاذ  ولايجلس مكانه ولايبتدى بالكلام عنده الاباذنه

ژباړه : دعلم له احترام ځخه داهم ده چي داستاد ترمخه به نه ځي اونه به دهغه په ځاى كشيني اونه به دهغه په وړاندي خبري كوي مګردهغه په اجازه يي كولى شي

داستاد له احترام څخه داهم ده چي داستاد دراتلو انتظار وكړي نه داچي په دروازه ټكولو يي ستومانه كړي ،

عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه وایې  چي دقراّني علومو دزده كړو لپاره به دسيد القراء ابي بن كعب ته ورتلو نودادب له امله به يي كله هم هغه ته دروازه نه ورټكوله هلته به ددروازي ترڅنګ ناست وو اوداستاد دراتلو انتظار به يي ايستل ، يوه ورځ ابي بن كعب ورته وويل چي كله راشي نو دروازه راټكوه ده په ځواب  كي ورته وويل :

العالم في قومه كاالنبي في امته وقد قال الله تعالى في حق نبيه صلى الله عليه وسلم ولوانهم صبروا حتى تخرج اليهم لكان خيرا لهم ()

امام ابو عبيده وايې : ما دخپل استاد دروازه كله هم نه ده کړنګ وهلي ترڅوبه هغه په خپله خوشه راووت ، علامه الوسي وايي ماچي كله دابن عباس رض واقعه لوستلي نوله هغي ورځي مي بيا داستاد اوشيخ دروازه نه ده كړنګ وهلي اودامي دځان يومعمول جوړكړي . سيره المصطفي 3\ 74 75

همداراز علامه  زرنوجي رح وايي :ومن توقيرالمعلم ان لايدق الباب بل يصبر حتى يخرج اليه . داستاد له احترام نه يوداده چي دروازه دي نه ټكوي بلكه انتظاردي باسي .

About admin