Home » درس الحديث » ترټولو سپېڅلی انسان !

ترټولو سپېڅلی انسان !

عن ابن عباس – رضي الله عنهما – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: (” ألا أحدثكم بخير الناس منزلة؟ ” , قلنا: بلى يا رسول الله قال: ” مؤمن يجاهد في سبيل الله بنفسه وماله)

ژباړه : له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ایاتاسوته ته ترټولو غوره انسان وښیم ؟ موږ ورته وویل :هو! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه مومن چې دالله تعالی په لاره کي په خان اومال سره جهادکوي .

تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم دیوه بیان په ترڅ کې صحابه مخاطب کړل : تاسوته ترټولو غوره اوبهتره انسان دروښیم ؟ هغوئ ورته وویل : هو . دالله رسوله ! هغه ورته وويل :هغه مؤمن چې مال هم په جهادکې مصرف کړي او خپله هم ولاړشي  .

About admin