Home » بېلا بېلي لیکني » په ديني علوموکي دبریالیتوب شرطونه (۱)

په ديني علوموکي دبریالیتوب شرطونه (۱)

دعلم دحصول شرائط

څرنګه چې هرعبادة اودآخرة اعمال ځانګړي شرائط لري اوله دغه اعمالو څخه یوهم علم دی لهذا علم هم شرائط غواړي

اودعلم لپاره ډيرشرطونه شته البته  موږ يي دلته دبيلګي په ډول څو را اخلو

لمړى شرط

اخلاص النية : ددي مطلب داده چي دعلم زده كړه يواځي دالله درضا لپاره وي :ځکه الله تعالی فرمايې :

۱=  فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ (2) أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ الزمر . الآية

۲=  او  په حديث شريف كي  راغلي  : ان الله تعالى لايقبل من العمل الا ماكان خالصا  وابتغى به وجهه  : اخرجه الطبراني والنسائي  الزواجر 1 ص \74

ژباړه  : بي شكه الله تعالى نه قبلوي هيڅ عمل مګرهغه  چي خالص دده لپاره وي اودده رضى ورباندي غوښتل شوي وي ،

۳= وفي الحديث الاخر ، اعمل لوجه واحد اى لله وحده يكفيك الوجوه كلها ، الزواجر 1\74 .

ژباړه :  هرنیک عمل یواځې دالله تعالی لپاره کوه ،اودا له ټولو نورو اړخونو څخه درته کفایت کوي .

۴=  له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه نقل شوي :  قال من اخلص لله اربعين يوما ظهرت ينابيع الحكمة من قلبه على لسانه . اخرجه ابونعيم الزواجر 1 \74  والترغيب 1\24

ژباړه : څوك چي [په حسناتو کې ] څلويښت ورځي نيت خالص دالله تعالی لپاره وګرزوي نو لوى خداى به يې دحكمة چېني له زړه څخه په ژبه ورښكاره كړي .

۵= وقال العلامه الزرنوجي في كتابه تعليم المتعلم  ص11  لابد  للطالب من النية في زمان تعلم العلم اذالنية هى الاصل في جميع الاعمال لقوله عليه السلام انما الاعمال بالنيات : الى قوله وينوي المتعلم بطلب العلم رضاء الله تعالى اّه

ژباړه : طالب ته ضروري ده چي دطلب په وخت كي سم نيت وكړي ځكه نيت په ټولواعمالوكي اصل ده رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي :چي داعمالو مدار په نيت ده  ، نوطالب العلم بايد د علم په حصول سره دالله تعالى درضا نيت وكړي .

 دنيت طريقه

قال الفقيه ابوالليث السمرقندي رح فاول مايحتاج اليه المتعلم ان يصحح نيته لينتفع بما يتعلم  وينتفع به من ياْخذ منه  فاذا اراد ان يصحح نيته فيحتاج الى اربعه اشياء  اولها ان ينوي بتعلمه الخروج من الجهل لان الله تعالى قال هل يستوى الذيين يعلمون والذين لايعلمون الاّيه …. الخ

ژباړه . ترټولو لمړى طالب ته ضروري ده چي نيت سم كړي څو چي په علم نفع واخلي همداراز هغه چاته چي دى علم ورسوي هغه به نفعه پري واخلي نوكله چې وغواړي نيت سم كړي نو دی څلورو څيزونو ته اړتيالري

لمړى :  داچي دعلم په زده كړه سره له جهل څخه دوتلو نيت وكړي .ځكه الله تعالى فرمايي هل يستوي…..

دوهم  :  قال  والثاني  ان ينوي به منفعة الخلق لان النبى صلى لله عليه وسلم قال خيرالناس من ينفع الناس . دعلم په زده كړه دي خلقوته دنفع  اوخيررسولو نيت وكړي ځكه نبي صلی الله علیه وسلم  وايي خيرالناس …

دریم  :  قال  : والثالث ان ينوي به احياء العلم  لان الناس لوتركوالتعلم لذهب العلم كماروى ان النبى صلى الله عليه وسلم قال تعلموا العلم قبل ان يرفع العلم  :ورفعه بذهاب العلماء .

ژباړه  : اوبل دي دعلم داحيا نيت وكړي ځكه كه ټول خلك علم پريدي نوعلم به نيستي شي لكه نبي كريم ص چي وايي : دعلم زده كړه كوه وړاندي له دي چي علم پورته شي اودعلم نيستي دعلماوپه نيستي سره راځيي .

اوڅلورم  :  قال :  والرابع ان ينوي  ان يعمل به  لابخلافه  لان العمل بلاعلم ضلال     . بستان ص 313

څلورم  : داچي ددې  لپاره به علم  حاصلوي  چي عمل ورباندي وكړي ځكه بي علمه عمل ګمراهي ده .

نيت به صفا وي ددنيا اونوروګټولپاره به نه وي

 لكه په بل حديث شريف كي چي راځې :من تعلم العلم لغيرالله فليتبواْ مقعده من النار  . طريقه المتعلم ص \….

څوك چي دالله تعالى ځخه بغير دبل څه لپاره دعلم زده كړه كوي نوخپل ځاى دي په جهنم كي وټاكې .

اوپه بل حديث كې راغلي : من تعلم العلم لاربع دخل النار:

۱ = ليباهي  العلماء

۲ = وليماري به السفهاء

۳ = ويقبل به في وجوه الناس

۴  = ولياخذ به الاموال  .

ژباړه :  كه دڅلورو څيزونولپاره چاعلم حاصل كړ نوجهنم ته به داخل شي .

لمړى : ددي لپاره چي په علماو لويې كوي ،

دوهم : جګړه اودعوي له عوامو اوناپوهانوسره كوي .

دريم   : ددي لپاره علم حاصلوي چې دخلكو په نظركي مقبول شي .

څلورم : چې ددنيا مال اودولت ورباندي ترلاسه كړي .

پاتې لري ………

مفتي ابویاسر عفی عنه

About admin