Home » درس القرآن » هغه ډله چې الله تعالی به خپل دين ورباندي ساتي !

هغه ډله چې الله تعالی به خپل دين ورباندي ساتي !

قال الله تعالی :  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (54)مائده

ژباړه : ای دایمان  ځښتنانو که له تاسو څخه  کوم کسان  له خپل اسلام اودين څخه مرتد شول  [ياله دين سره بي میني اوبي رغبته شول ]   نوالله تعالی به یوداسې قوم اوډله را پیداکړي  چې الله تعالی به ورسره مینه لري ، اودوئ به له الله تعالی سره مینه لري ، [یوداسې قوم چې ] متواضع اومهربان به وي په مؤمنانو،او سخت به وي په کافرانو ، جهاد به کوي په لاره دالله تعالی کې ، اودکوم ملامت کونکي پروابه نه لري . ددغه قوم رامينځ ته کیدل به دالله تعالی یوفضل اوخالصه مهرباني وي ، راتګ به کوي  ورباندي هغه چاته چې خوښه یې شې  ، اوالله تعالی  دپراخ  فضل اوښه علم څښتن دی .

لنډتفسیر : په دغه آيت کې الله تعالی داسلام دبقاء اوحفاظت  په متعلق  یوداسې وړاندوينه کړي چې ترقیامته پوري به  یې رښتونوالی څرګنديږي .

له دي آیة نه وړاندي الله تعالی  واضح اعلان وکړ   چې کوم سړی یاقوم دکفارو سره  موالات [دوستي] کوي نو هغه  دهماغه کفارو له ډلي ګڼل کیږي .

په دي آیة کې الله تعالی داسې اعلان کوي چې که کوم تن صریحا اوپه ښکاره له اسلامه وګرزي ، یاله اسلام څخه بي رغبته وي  نوخپل ځان  ته زيان رسوي  ، ددوئ له ارتداد یابي رغبتي سره اسلام له مينځه  نه ځې ،اونه اسلام ته کوم ضرر رسېږي  ، بلکه الله تعالی به ددغه مرتدينو اوبي دينه کسانو په مقابل کې ډیرژر  یوه داسې ډله رامينځ ته کوي  چې دغه لاندي اوصاف اونښې به لري .

۱= الله تعالی به ورسره مینه وي ، یعني الله تعالی به یې مرسته کوي ، الله تعالی به  داسې اعمال ورباندي سرته رسوي چې ترټولوزیات اجر اوثواب ورباندي مرتب وي ، لکه جهاد اوداسې نور…

۲= دوئ به له الله تعالی سره مینه لري ، یعني دالله تعالی دين اواحکام به یې په لیمو منلي وي ،بلکه له الله تعالی سره به یې داسې مینه وي چې خپل ځان اومال به دالله تعالی له دين څخه قربانوي .

۳=  په مؤمنانو به مهربانه وي ، له مؤمنانو سره به یې مينه وي ،په خپل مینځ کې به یوله بل سره،تواضع او محبت لري ،

۴= په کافرانوبه ډیرسخت وي  : يعني له کافرانو سره به جنګيږي ، دکافرانو به ترټولوسخت دښمنان وي ،اودغه دښمني به ددوئ په مينځ کې بي خې ښکاره وي ،

۵= دالله تعالی په لاره کې به جهاد کوي ، یعني دالله تعالی ددين له پاره به جنګیږي ، اوهدف به یې کوم دنیاوي ګټي نه بلکه یواځې دالله تعالی رضاوي .

۶= دکوم ملامت کونکي  دملامتي پروابه نه لري ،یعني که داسلام دلاري دغه سپيڅلي  لارویان    کوم ديني اواسلامي عمل سرته رسوي  اوکافران یامنافقان یې ملامت  ګڼي نودوئ به یې پروانه کوي  . [یاهمدغه کافران  که  دغه سپيځلي خلګ  په قسم قسم نومونویادوي  یاپه دوئ پوري رنګ رنګ تبلیغات کوي نودوئ یې پروانه لري]

اوپه پای کې الله تعالی وفرمایل : چې ددغه اوصافو ورکړه هغه چاته کیږي چې دالله تعالی خوښه شې  یعني ددغه ډلي  اتباع به هغه څوک وي چې الله تعالی یې په خپله له کوم ځای اوکومو خلګو نه انتخاب کړي  . اوالله تعالی دډیر فراخ فضل اوښه علم څښتن دی .

همداراز الله تعالی دسورة التوبه په یوه آیة شريف کې فرمایې :

وان  تتولو ا یستبدل  قوما  غیرکم ثم لایکونوا امثالکم   [۳۹]       القتال

ژباړه : که تاسو دلوی خدای  له دین اواطاعت  څخه  مخ واړول  نولوی خدای عزوجل  به ستاسوپه ځای  دخپل دین اواطاعت  لپاره یوداسي ډول خلګ راپیداکړي چې  هغه به بیاستاسوپه  څیر بي  اطاعته   اوددین سره به  بي رغبته  نه وي  ؛

تفسیر : یعني  که  تاسو له دغه  دین  څخه مخ واړول  اوله اسلام څخه   بي رغبته شوئ ، نولوی خدای جل جلاله به ستاسوپه ځای یوه بله داسي  ډله  اووګړي  راپیداکړي  چې هغه  په  دین  مین  اوعاشقان وي ، اوخپل سراومال به له دینه زاره وي  اوستاسوپه  څیربه بیا له  دین  سره  بي میني نه  وي .

 

About admin