Home » دار الافتاء » داسي ګوتمۍ یاګړۍ چې الله اکبر پر لیکل شوی وي ؟

داسي ګوتمۍ یاګړۍ چې الله اکبر پر لیکل شوی وي ؟

الاستفتاء رقم …………. محترم مفتي صاحب ! دلاس په ګړۍ [ساعت] کي مي د (الله اکبر ) توري لیکل شوي ،اوس مي دې مسئلې ته پام شوچې کله بیت الخلاء ته ځم نوګړۍ به لیري کوم اوکنه ؟ یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: هو که دغه توري ښکاره وي نوبیت الخلاء ته ورسره تلل مکروه دي

نو کله چې بیت الخلاء ته ننوزي نودغه ساعت به له لاسه خلاص کړي .په جیب کې به يې واچوي یادي بل خوندي ځای کیږدي . اوپه جیب کې بیاپروانه لري .

لمافي مجمع الانهر ۱\۴۳وکذدخول الخلاء وفي اصبعه خاتم فیه شیئ من القرآن اومن اسماء الله تعالی لمافيه من ترک التعظیم وقیل لا تکره ان جعل فصه الی باطن الکف ،ولوکان مافیه شیژ من القرآن اومن اسماء الله تعالی في جیبه لاباس به وکذا لوکان ملفوفا في شئ لکن التحرز اولی .

ومثله في التاتارخانیه ۱۸\۶۷ وردالمحتار ۹\۵۱۹

About admin