Home » دار الافتاء » په سوشل میډیا ددیني مسائلو دخپرونکو په اړه !

په سوشل میډیا ددیني مسائلو دخپرونکو په اړه !

محترم مفتي صاحب ! ډیرداسي خلګ دي چې له اردو فتاواو یاپښتوفتاواو څخه څه مسائل را اخلي اوبیايې په واټساپ ،فیسبوک ،ټیوټر اوداسی نورو ذرائعوباندي نشر کوی سره له دی چې دوئ عالمان نه وی اونه دفقهي متخصصین وي نوددوۍ دغه عمل جائز دی اوکنه ؟ دوئ خویې دخیر عمل ګڼي .یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: زموږ دفقهي پوهانو لیکلي دي چې ددين په امورو کي په ځانګړي ډول دفتوی اودیني مسائلو په خپرولو کي به سخت احتیاط کيږي ،له هغو علماؤ اومتخصصینو څخه پرته [چې دمسائلو په کمیت اوکیفیت ښه پوه وي  اودمسائلو په معنوي اموروخبروي، همداراز دفتوی په اصولو او طرقو باندي پوهیږي ] نورهیڅوک دفتوی دورکولو یادمسائلو دخپرولوحق  نه لري . نوداعمل يې نه داچې ثواب نه دی بلکه په یوه وړوکي غلطي سره دیوې لویې ګناه مرتکب هم جوړیږي .

قال النبي صلی الله علیه وسلم : اجرئکم علی الفتیا اجرئکم علی النار .الحدیث. سنن الدارمي باب الفتیاومافیه من الشدة ۱\۲۵۸

وفي شرح عقودرسم المفتي ۳۷ :وقدرئیت في فتاوی ابن حجر رح سئل في شخص یقرأ ویطالع في الکتب الفقهیة بنفسه ولم یکن له شیخ ویفتي ویعتمد علی مطالعته في الکتب فهل یجوز له ذلک ام لا ؟ فاجاب بقوله : لایجوز له الافتاء بوجه من الوجوه لانه عامي جاهل لایدري مایقول بل الذي یاخذالعلم عن المشائخ المعتبرین لایجوز له ان یفتی من کتاب ولامن کتابین الخ ……. ولذلک قالوا لیس کل من قرأ الکتب الفقهیة اهلا للافتاء حتی تکون قدتدرب علی الافتاء بصفة مستقلة وشهدله العلماء بانه اهل للافتاء .

کتبه : ابوحامد عفی عنه

About admin