Home » بېلا بېلي لیکني » آیا دعربون بیع شرعا رواده !

آیا دعربون بیع شرعا رواده !

دلته هم څوخبري  دي :

۱=  عربون  [چي په پښتوکې ورته ټپۍ وايې] داده : چې یوتن مبیعه اخلي نوڅه روفۍ بائع ته ورکړي چې که سوداء وشوه هغه روفۍ له ثمنو حساب دي اوکه سوداونه شوه نوهغه دبائع دي .

۲= له دي تعریف څخه څرګنديږی چې دلته مشتری ته خیار شته اوپه مقابل کې يې که مبیعه ردکړي نوعوض يې بائع ته هغه ورکړي روفۍ دي .

۳= دبیع عربون  په هکله دفقهاواختلاف ده :ائمة ثلاثة يې جائزه نه ګڼي . اوامام احمدبن حنبل رح یې جائزه  ګڼي .مانعين يې دعمروبن شعیب حدیث دلیل ګرزوي : چي وايې : ان  رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن بیع العربان .اخرجه مالک في الموطاء والبیهي وغیره  .اوبل داچي ددبیع الغررله نوعي ده .

اوقائلین يې بیا دزیدبن اسلم رض روایت دلیل  ګرزوي چي وايې انه سئل رسول الله صلی الله علیه وسلم عن العربان في البیع فأحله .اعلاء السنن ۱۴\۱۷۴

۴= وبالجملة  مسئلة مجتهدفیها ده ،اوزیاتره فقهاء يې په منع قائل دي ،اوهمدغه قول احوط ده .

۵= خواختلاف دفقهاو موجود . وهویورث تخفیفاعندالحاجة .ولاسیما ان صدربذلک قانون من ولي الامر فان حکم الحاکم رافع للخلاف . اومجمع الفقه الاسلامي هم په جواز قرارصادرکړی دی .

۶= دجمهوروفقهاء په نزد باندي دبیع عربون هغه روفۍ چې بائع ته وړاندي ورکړل شوي دي که بیع وشوه نوهغه دثمن څخه دي اوکه بیع ونشوه نوبائع به دغه روفي بیرته مشتري ته ورکوي .

دمفتي ابویاسر له فقه البیوع المختصر څخه

About admin