Home » عصري مسائل » بنک انترست Bankinterest

بنک انترست Bankinterest

 

پوښتنه :محترم مفتي صاحب ! باهر هیوادونو کي چې په بنک کې روفۍ کیږدي نوضرور ورباندي سود ورکوي اوپرته له دي يې  دچاروفۍ له ځان سره نه ږدی نواوس موږ داړتیاله مخي داسي کوو مګر اوس چې خپلې روفۍ رااخلو نوهغه سود هم ورسره راکوي  نودغه سود ځيني راواخلو اوکه يې بنک ته پریږدو ،په لمړي صورت کي که يې ځيني راواخلو نوبیابه يې موږ استعمالولای شویابه يې فقیر ته ورکوو اوکه په نوروکوموځایونو کي مصرف کولای شو.

جواب : دلته څوصورتونه دي :

  1. په بنک کي دسختي اړتیاله امله روفۍ ښودل .
  2. هغه سودچې بنکونه يې په پیسوباندي ورکړي دهغوئ رااخستل یاایله کول ؟
  3. بیاکه دغه دسود روفۍ راوباسي نو دهغوئ مصرفول ؟
  4. دغه روفۍ په چاباندي مصرفول ؟

تفصیل یې په دې ډول دی :

لمړی :په سودي بنکونو کې دسختي اړتیاپه مهال روفۍ ښودل جائزدي خوپه دي شرط چې په هغه کې کرنټ اکاونټ یانور داسي اکاونټونه چې سود ورباندي نه اخستل کیږي نه وي .اونه په  دغه ملک کې  نور اسلامي بنکونه یاغیرسودي بنکونه وي .

دوهم  : کله چې  سودي بنکونه دغه روفۍ  عامل یعني دپیسو مالک ته ورکوي  نودفیسو مالک دي له هغه ځایه دغه روفۍ وراخلي اوبنک ته دي نه ورایله کوي . اوسمدستي دي يې په خپلو مصارفوباندي صدقه کړي .

دریم :دغه روفۍ دي دثواب دنیت پرته  په فقراؤ یامساکینو  صدقه کړي .

څلورم  :دهنددمجمع الفقه اسلامی دفقهي سیمینار داکثریت علماو رایه داده :چې دغه پیسي  له مساکینو ،فقیرانو غازیانو اونورومصارف الزکوة څخه علاوه  په نورو خیریه کارونوکي هم لګولای شي .

البته :دسود رقم په مساجدواودمساجدو په متعلقاتونشي مصرف کیدلای .

اهم فقهي فیصلي ص ۱۷ دهنددمجمع الفقه دسیمینار فقهي پریکړي . باختصار

دمفتي ابویاسر صاحب دمعاصرفقهی څخه

About admin