Home » عصري مسائل » آیا د[في سبیل الله] لفظ نورو دخیرلارو ته ورشاملیږي ؟

آیا د[في سبیل الله] لفظ نورو دخیرلارو ته ورشاملیږي ؟

پوښتنه : په قرآن کریم کي دزکوة دمصرف ځایونه اته ښودلي له هغوئ څخه یو [في سبیل الله ] دي نوپوښتنه داده :چې آیادفي سبیل الله په مفهوم کي  هغه خلګ چې په مروج دعوت تبلیغ کي ځی یا نور دخیرپه کارونو کي بوخت وي شامل دي اوکنه ؟ که شامل وي بیازکوة ورکول کیدلای شي اوکنه ؟ یوسائل

جواب : دمجمع الفقه الاسلامي هند دپنخم سیمینار پریکړه کي راغلي : دمجمع الفقه دسیمینار دزیاترو شرکاو رایه داوه چې دفي سبیل الله مفهوم کي چې یواځي مجاهدین اوغازیان مراد دي هیڅ ډول توسع نشي کیدلای اونه تراوسه پوري چاکړي ده  . اهم فقهي فیصلي ۵۷

About admin