Home » درس القرآن » یرغلګرو ته په تشکیلونو یاهم په لښکرونوکي ورځی !

یرغلګرو ته په تشکیلونو یاهم په لښکرونوکي ورځی !

قال الله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انْفِرُوا جَمِيعًا (71) وَإِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُنْ مَعَهُمْ شَهِيدًا (72) ….. النساء

ژباړه : ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی واخلئ خپلي وسلي او ووزئ [ددښمن مقابلي ته ] ډلي ډلي یاټول یوځای . هو له تاسو څخه خو ځیني داسې خلګ هم شته چې [جهاد ] ته نه ځې ،اوکله چې تاسوته [په جهاد کې ] څه مصیبة ورسیږي دوئ وایې : چې الله تعالی راباندي انعام کړی چې له دغه [مجاهدینو سره په جهاد ] کې شریک نه وم . اوداسې به ګڼي لکه بي خې چې تاسواودوئ سره پیژنئ نه ، اوکه کله مجاهدینو ته فتحه اونصرتونه په نصیب شې نوبیاارمان کوي چې کاش موږهم له دوئ سره په دي جهادکې ونډه اخستي وای .

نودالله تعالی په لاره کې دي هغه کسان وجنګیږي چې داخرة ژوند ددنیا ترژوند غوره ګڼي هغه څوک چې دالله تعالی په لاره کې جنګیږي بیاکه شهید شې یاغازي نوالله تعالی به عظیم اجر ورکړي .

لنډتفسیر : له دي آیاتونو څخه وړاندي الله تعالی مؤمنانو ته حکم کړی ؤ چې تاسوبه دالله تعالی اودهغه درسول اطاعت کوئ ، په دغه آیتونوکې الله تعالی خپلو مخلصومؤمنانو ته حکم کوي چې ددين داحیاء اوداعلاء کلمة الله لپاره به جهاد کوئ ، اوتاسوبه ددښمن یعني کافرانو مقابلي ته ډلي ډلي یعني په تشکیلونوکې  یاهم ټول په یوه لښکر کې یوځای وروځئ ،اودالله تعالی ددښمنانو سره به جنګیږئ .

که څه هم له تاسو څخه ځیني داسې خلګ هم شته چې جهاد به نه کوي ،جهادته به نه ځې اوبیاکله چې تاسوته یوځه تکلیف ورسیږي نودوئ به خوشحاله وي اووایې به چې په موږ الله تعالی انعام کړی چې له مؤمنانو سره په دي جهاد کې شریک نه شو کنه نوموږ ته به هم دغه تکلیف رسیدلی وای ، [ داپه حقیقت کې دمنافقانو ډله ده   منافقان هغه خلګ دي چې هسي خوپه ظاهره ځان مسلمان ښکاره کوي لکن په حقیقت کې کفار او دکافرانو سره دوستي کونکي ، اودهغوئ اخلاق اوکردار خوښونکي خلګ دي ]

بیاله دغه آیة څخه وروسته الله تعالی فرمایې :چې دالله تعالی په لاره کې به هغه خلګ جنګيږي چې ددنیا ترژوند داخرة ژوند ته ترجیح ورکوي اودآخرة تلپاتي اوابدي نعمتونو ددنیاتر پاني نعمتونو غوره ګڼي

اوبیا فرمایې : دغه کسان چې دالله تعالی په لاره کې جنګيږي نور که دوئ شهیدان شې یاغازیان نوالله تعالی به ورته عظیم اجرونه ورپه برخه کړي .

About admin