Home » دار الافتاء » دديني علومو درس اوتدریس یوه اهمه فریضه ده !

دديني علومو درس اوتدریس یوه اهمه فریضه ده !

الاستفتاء رقم ……. محترم مفتي صاحب ! دديني علومواوفنونو څخه دفراغت وروسته باید کومه لاره غوره شي ؟ یوخوبه دیرغلګرو اودغلامانو په وړاندي جهاد وي اوبل به دالله تعالی بندګانو ته دسمي لاري دعوت وي اودریمه لاره  چې دديني علومو درس اوتدریس ده آیا داهم ضروري ده ؟  عبيده .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: لکه جهاد اودعوت چې له فرائضو څخه دي همداډول دديني علومو درس  هم له فرائضو څخه ده ،علماؤ لیکلي دي : که په سیمه کي دديني علومو نورقابل مدرسین و بیايې تدریس فرض کفایه ده اوکه نه وو بیافرض عين دی .

فی مجموع شرح المهذب ۱\۲۶ تعلیم الطالبین وافتاء المستفتیین فرض کفایة فان لم یکن هناک من یصلح الاواحدتعین علیه .

کذافی الموسوعة الفقهیة ۱۳\۷

وفي فتاوی دارالافتاء لجامعة الازهر الفقهاء تتفق علی ان تعلیم الطالبین فرض کفایة فان لم یکن وقت حدوث الواقعة المسئول عنها الاواحد تعین علیه .

About admin