Home » دار الافتاء » که دفارمي چرګانو غذا حرامه وي ؟؟

که دفارمي چرګانو غذا حرامه وي ؟؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! نن صبا دچرګانو په فارم کې دماشیني چرګانو چیچیانو ته نجس څیزونه ورکول کیږي لکه : دخنزیر دغوښي اوویني څخه جوړشوي ځیني مواد همدا ډول دچرس اوشرابو څخه ځيني مخلوط مواد نوپوښتنه داده : چې آیا ددې چرګانو خوراک شرعا رواده ؟ قدوسي

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: ترهغه مهال چې ددې چرګانو په غوښه کي ددې غذا اثر ښکاره شوی نه وي اوطبي ماهرینو يې هم دغوښې دضرر په اړه خبر نه وي ورکړی نو ددوئ غوښه نجسه نه ګڼله کیږي اوخوراک يې هم پروا نه لري :

في ردالمحتار ۶\۳۴۱ ولواکلت النجاسة وغیرها بحیث لم ینتن لحمها حلت کما حل اکل جدی غذی بلبن خنزیر لان  لحمه لایتغیر وماغذی به یصیر مستهلکا لایبقی له اثر .

وفي الموسوعة الفقهیة ۵\۱۴۹  والحکم متعلق بالنتن ولهذا قالوا في الجدی اذا ارتضع بلبن خنزیر حتی کبر انه لایکره اکله لان لحمه لایتغیر ولاینتن وهذایدل علی ان العبرة للتن لا لتناول النجاسة .

والله تعالی اعلم

About admin