Home » علمي شخصیات » دامام مالک رحمه الله ژوند ته ځغلنده کتنه

دامام مالک رحمه الله ژوند ته ځغلنده کتنه

سید سعید 
دمالکي مذهب امام  او مؤسس  ابو عبدالله مالک بن انس بن مالک بن ابي عامر الاصبحي الحمیري المدني، په -۹۳هق / ۷۱۱م کال مدینه منوره کې زیږیدلی او په ۱۷۹ هق\۷۹۵  م کې وفات شوی. دمدینې منورې په جنت البقیع کې خاورو ته سپارل شوی او د يحيى، محمد،حماد او فاطمه په نومونو څلور او لادونه ځني پاته شوي دي.
امام مالک رحمه الله  لومړی د قران کریم حفظ وکړ،وروسته یې دحدیثو حفظ او دفقهي زده کړي ته ملاوتړله.دعبدالله ابن عمر رض دمولی نافع او ابن شهاب الزهري په ګډون له ډيرو نومیالیو حدیثپوهانو څخه  یې مبارک نبوي احادیث اوریدلي دي.
امام مالک رحمه الله  له تبع التابعين څخه و،د اهل سنت والجماعت د څلور امامانو له جملې دوهم امام،دمالکي مذهب موسس او مجتهد و. دامام مالک رحمه الله په مذهب کې د اجتهاد منابع  دالله تعالی کتاب،  دنبي علیه السلام سنت،د صحابه کرامو اقوال، اجماع،د مدینې دخلکو عمل ، قیاس، استحسان، مصالح مُرسله، استصحاب، عرف او سدّ ذرایع دي. دامام مالک رحمه الله دمذهب ډير پیروان په  مصر، اندلس ،لیبیا، تونس او الجزایر  کې دي.
امام مالک رحمه الله د علم له حصول  وروسته د مدینې منورې په ښکلي ښار کې په مبارکه روضه کې  دتدریس او افتاء حلقه پرانستله . داسلامي خلافت دقلمرو له پراخیدو سره دعربو، ایرانیانو او هندیانو ترمنځ اړیکې هم پراخې شوې،د احادیثو دعلم، قضاء او فقهي اهمیت ډیر شو او  په ځانګړې توګه  وفقهي مسایلو ته توجه زیاته شوه.امام مالک رحمه الله دعباسیانو، علویانو، خوارجو، شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ دجنجالونو شاهد و، خو په دې وتوانید چې په یادوو شوو جنجالونو کې ښکېل نشي او دفقهي مسایلو وتخریج اوحل وفصل ته دوام ورکړي.
امام مالک او نبوي احادیث:
دامام مالک رحمه الله  په درسګاه کې داحادیثو ډیر احترام کیده او زده کونکو به داسي سکینه، حلم او وقار پکي احساساوه چې بل ځای به نه موندل کیده.امام مالک به په ډير  محبت او فکري تمرکز سره دمبارکو احادیثو سماع کوله،کوم حدیث به یې چې نقل کاوه، اودس به یې تازه کړ، عطر به یې ولګول،ښې او پاکې جامې به یې په تن کړې،په نرم اواز به یې حدیث وایه. عبدالله بن مبارک وایې امام مالک داحادیثو دتدریس په مهال شپاړس ځایه لړم وچیچه،دتدریس تر پایه یې درد وزغمه، ولاړ نشو او کله چې تدریس پای ته ورسید، نو لړم یې له ځانه  ایسته کړ.
روى الإمام الترمذي عن أبي هريرة أن النبي محمداً قال: «يوشك أن يضرب الناس أكباد الإبل يطلبون العلم، فلا يجدون أحداً أعلم من عالم المدينة». وروى ابن حبان في صحيحه عن أبي هريرة أنه قال: قال رسول الله : «يوشك أن يضرب الرجل أكباد الإبل في طلب العلم، فلا يجد عالماً أعلم من عالم المدينة». قال إسحاق بن موسى: «فبلغني عن ابن جريج أنه كان يقول: نرى أنه مالك بن أنس». وقال يحيى بن معين: «سمعت سفيان بن عيينة يقول: نظن أنه مالك بن أنس».
ژباړه : امام ترمذي او ابن حبان له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کوي: نژدې ده چې خلک به د علم په طلب کې اوښان په  په نس کې و وهي – یعني سفرونه به وکړي-   خو د مدينې تر عالم به ښه عالم پيدا کولاى نشي .  ابن جریج اوسفيان بن عيينه رحمة الله علیهما وايي موږ ګمان کوو چې  د مدينې عالم  مالك بن أنس دی .
دامام مالک رحمه الله موطأ:
امام مالک رحمه الله دموطأ په نوم  داحادیثو خورا ارزښتمن کتاب  ولیکه،ابوبکر ابن عربي وایې چې:  په احادیثو کې دامام مالک موطأ لومړی او بخاري شریف دوهم مقام لري،دعلامه ابن اثیر په قول  دامام مالک موطأپه صحاح ستة کې دابن ماجه پر ځای شپږم ځای لري، مولانا عبد العزيز الدهلوي رحمة الله علیه په بستان المحدثين کي لیکي : له امام مالک رحمه الله څخه  دده په ژوند کې  په سلګونو محدثينو ، فقهاوو ، صوفيانو، اميرانو او…. د موطا روايت کړی دی.
وقد أثنى كثيرٌ من العلماء على الموطأ، قال الإمام الشافعي: «ما في الأرض كتاب بعد كتاب الله عز وجل أنفع من موطأ مالك،وقال أيضاً: «ما بعد كتاب الله تعالى كتابٌ أكثرُ صواباً من موطأ مالك»، وقال ابن مهدي: «لا أعلم من علم الإسلام بعد القرآن أصح من موطأ مالك».
ډیرو علماوو دامام مالک دموطا ستاینه کړې،امام شافعي رحمه الله د امام مالک دموطا په اړه وایې:له قران کریم څخه وروسته دمځکې پر مخ تر موطا غوره کتاب نشته او ابن مهدي ویلي: په اسلامي علومو کې تر قران کریم وروسته تر موطا په ښکلي کتاب علم نه لرم.
ډیرو علماوو دامام مالک رحمه الله پرموطا شرحې لیکلې، دڅو نومونه یې په لاندې ډول دي:
التمهيد، لما في الموطأ من المعاني والأسانيد
الاستذكار، لمذاهب فقهاء الأمصار وعلماء الأقطار،
فيما تضمنه الموطأ من معاني الرأي والآثار
المقتبس، شرح موطأ مالك بن أنس
المسالك في شرح موطأ مالك
القبس على موطأ مالك بن أنس
كشف المُغطَّا عن الموطا
تنوير الحوالك
إسعاف المُبَطَّأ برجال الموطأ
تجريد أحاديث الموطأ
إتحاف العابد الناسك بالمنتقى من موطأ مالك
له موطا پرته دامام مالک رحمه الله نور تالیفات:
الديباج المذهب
الرد على القدرية
حساب مدار الزمان ومنازل القمر
السیر
لغريب القرآن داهغه کتاب دی چې خالد بن عبد الرحمن المخزومي روایت کړی، دهمدې کتاب په باره کې أبي العباس السراج النيساپوري ویلي چې: «هذه سبعون ألف مسألة لمالك» په همدغه کتاب کې   دامام مالک رحمه الله اویا زره مسئلې دي.
امام مالک رحمه الله احادیث دقران کریم تفسیر باله، داحادیثو په علم کې یې خورا مهارت درلود،سفیان ثوري فرمایې چې: څوک هم تر امام مالک داحادریثو د راویانو په اړه محتاط نه و،ابن المدیني وایې خبر نه یم چې امام مالک دې څوک شړلی وي مګر هغه څوک چې په احادیثو کې به یې شک و. امام شافعي فرمایې چې کله به چې امام مالک په احادیثو کې شک وموند نو هغه به یې رد کړ، امام مالک له نبوي احادیثو سره دومره مینه درلوده چې ویل یې که څوک داحادیثو دتدریس په وخت کې په لوړ اواز خبرې کوي د لویې ګناه مرتکب دی، ددې خبرې دلیل یې دغه مبارک ایة یاداوه:یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَکُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِی وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ کَجَهْرِ بَعْضِکُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُکُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ] امام مالک په فتوی ورکولو کې ډير زیات احتیاط کاوه، په ډیرو مواردو کې به چې استفتاء ځني طلب شوه په ځواب کې به یې لا ادري ویل. نوموړی د خپل ځان په اړه وایې چې:«إنما أنا بشر أخطئ وأصيب، فانظروا في رأيي، فكل ما وافق الكتاب والسنة فخذوا به، وما لم يوافق الكتاب والسنة فاتركوه». زه بشر یم خطاء او سهوه کیږم، تاسي زما رایې ته ځېر شئ،که دقران کریم او نبوي احادیثو سره موافقه وه،ویې ومنئ! او که مې رایه دکتاب الله او احادیثو سره موافقه نه وه ترک یې کړئ.
دامام مالک داستقامت یوه بېلګه:
امام مالک رحمه الله دوخت دحکومت پرناسمو کړنو انتقاد کاوه،خلیفه منصور ترې وغوښتل چې ددې حدیث: لیس علی المستکره طلاق» له ویلو څخه صرف نظر وکړي. – ځینو منصور ته ویلي وو چې همدا حدیث دعباسي خلافت پښې لړزولی شي- خو امام مالک تر پایه پر خپله خبره  ټینګ پاته شو چې له امله یې ۷۰درې ووهل شو.
دامام مالک رحمه الله  د څو استادانو نومونه :
عبدالرحمن بن هرمز الاعرج، ربیعه بن ابي صالح فروخ، نافع د عبدالله بن عمر مولی، محمد بن مسلم الزهري، عبدالرحمن بن ذکوان، یحیی بن سعید الانصاري، ابوحازم سلمه‌بن دینار، محمد بن المنکدر  اوعبدالله بن دینار او……
د امام مالک رحمه الله ځیني شاګردان:
زهري، ایوب سختیاني، ابوالاسود، ربیعه بن ابي‌عبدالرحمن، عبدالله بن وهب، عبدالرحمن بن قاسم، اشهب بن عبدالعزیز، اسد بن الفرات، موسی بن عقبه، هشام بن عروه، دشافعي مذهب امام شافعي رحمه الله او….
دامام مالک رحمه الله په اړه دعلماوو ځیني  اقوال:
مالک بن انس  په صبر،علم، فقاهت ذکاوت، وقار او ښایسته اخلاقو مشهور دی.ډیرو فقهاوو او علماوو دامام مالک رحمه الله ستاینه کړې ده،امام شافعي رحمه الله د امام مالک په اړه وایې چې: «إذا ذُكر العلماء فمالك النجم، ومالك حجة الله على خلقه بعد التابعين». کله چې دعلماوو یادونه کیږي امام مالک یې ستوری دی،تر تابعینو وروسته امام مالک پ رمخلوق باندې دالله تعالی حجت  دی.
ورُوي عن عبد السلام بن عاصم أنه قال: قلت لأحمد بن حنبل: «الرجل يريد حفظ الحديث، فحديث من يحفظ؟»، قال: «حديث مالك بن أنس»، قلت: «فالرجل يريد أن ينظر في الرأي، فبرأي من؟»، قال: «فرأي مالك بن أنس».امام احمد بن حنبل فرمایې: کوم څوک چې احادیث  حفظ کوي نو دامام مالک رحمه الله روایت کړي احادیث دې یاد کړي اوکه څوک  کومې رایې ته نظر کوي نو دمالک بن انس رایې ته دې وګوري.
وأخرج البخاري عن يحيى بن سعيد القطان أنه قال: «مالك أمير المؤمنين في الحديث»، وأخرج الغافقي عن أبي قلابة أنه قال: «كان مالك أحفظ أهل زمانه»، وأخرج عن ابن مهدي أنه قال: «ما رأيت أعقل من مالك».د بخاري شریف په روایت یحیی بن سعید القطان ویلي: امام مالک امیر المؤمنین في الحدیث دی،ابي قلابه ویلي: امام مالک په خپل عصر کې تر ټولو غوره حافظ و او ابن مهدي ویلي: ما تر امام مالک هوښیار نه دی لیدلی.
علماء کرامو امام مالک رحمه الله ته دشيخ الإسلام، حجة الأمة، إمام دار الهجرة، مفتي الحجاز، فقيه الأمة، سيد الأئمة لقبونه ورکړي دي.
دامام مالک رحمه الله وینا:
دامام مالک رحمه الله مشهوره وینا ده: «حق على من طلب العلم أن يكون فيه وقار وسكينة وخشية، أن يكون متبعاً لآثار من مضى، وينبغي لأهل العلم أن يخلوا أنفسهم من المزاح، وبخاصة إذا ذكروا العلم»، وكان يقول: «من آداب العالم ألا يضحك إلا تبسماً».خلاصه: طالب العلم باید وقار، خشیة او اطمینان خپل عادت وګرځوي او داسلافو پر پلونو روان شي،علماء باید له ټوکو ټکالو څخه پرهیز وکړي په ځانګړې توګه دتدریس په مهال او دعلم له ادابو څخه داده چې له تبسم پرته خندا ونه کړي.
ماخذونه:
موسوعة الحر
ویکیپیدیا
دائرة المعارف اعجاز

About admin