Home » دماشومانو اسلام » درې په زړه پوري لنډې قیصې !

درې په زړه پوري لنډې قیصې !

 

ابوایوب انصاري رضی الله تعالی عنه

رسول الله ﷺ چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړ ابو ایوب الانصاري رضي الله مېلمه کړ او پخپل کور کې یې ځای ورکړ. کله چې د علي بن ابي طالب رضي الله عنه د خلافت زمانه کې ابو ایوب الانصاري بصرې ته ولاړ، هغه مهال عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د بصرې والي و، عبد الله له ځانه سره وویل چې ابو ایوب ته د هغه د نېکي (د رسول الله ﷺ مېلمستيا) د بدل ورکولو دا ښه موکه ده.

حبيب بن أبي ثابت وایي: ابو ایوب الانصاري چې بصرې ته عبد الله بن عباس ته ورغی، هغه خپل کور ورته خالي کړ او ورته ویې ویل: خامخا به ستا سره هغسې چلند کوم لکه تا چې له رسول اللهﷺ سره کړی و، ابن عباس ابو ایوب ته وویل: څومره پور درباندې دی؟ هغه ورته وویل: شل زره، ابن عباس څلوېښت زره ورکړل، شل یې غلامان ورکړل او ورته کړه یې دې کور کې چې څه دي هغه هم ستاشول. المستدرك للحاکم رقم ٥٩٩٠

هروقت په ښوکاروامر کول اوله بدوڅخه منع کول !

عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې زخمي و او بیا له همدې زخمونو شهید شو، هغه مهال کې به خلک پوښتنې ته ورته راتلل، یو ځوان ورته راغی، هغه چې بېرته ووت، څادر یې ورپسې څکیده، عمر چې ولید بېرته یې راوغوښت، چې راغی ورته کړه یې: وراره! څادر درپورته کړه، په دې سره به دې جامه هم پاکه وي او تقوی به دې هم کړې وي! رواه البخاري

الله تعالی دې له عمر نه راضي شي، د مرګ په بستر پروت دی، سخت ټپونه او دردونه یې کړوي خو بیا هم خلکو ته نصیحت کوي، په ښو امر او له بدو منعه کول نه پریږدي!

حلم اوزغم

احنف بن قیس (3هـ/72هـ) رحمه الله مشهور تابعي، وتلی فاتح او د تمیم قبیلې سرخېل و، دی د رسول الله ﷺ په ژوند کې مسلمان شوی و خو هغه یې لیدلی نه و، دی په حلم او پراخه سینه لرلو کې متل و، یو وخت چې خلک د ده زیات حلم ته حیران شول، ده ورته وویل: په الله قسم زه هم ستاسو په څېر په سخته خبره او تېري غوسه کیږم او خپه کیږم، خو زه ډېر صبر کوونکی یم او بله دا چې حلم زما سره دومره مرسته کړې ده چې ډېر سړي هم هغومره مرسته نه شي راسره کولی. البداية والنهاية” لابن كثير ١٢/ ١٧٢

د احنف بن قیس رحمه الله تعالی دا خبره د پوره تأمل او ژور فکر وړ ده چې وایي: «حلم زما سره دومره مرسته کړې ده چې ډېر سړي هم هغومره مرسته نه شي راسره کولی»

حامد افغان صیب له وال نه

 

 

About admin