Home » دار الافتاء » که راڅخه تېر شوي رکعتونه بل ته په کتلوسره پوره کړم ؟

که راڅخه تېر شوي رکعتونه بل ته په کتلوسره پوره کړم ؟

استفتاء : محترم مفتي صاحب! لمړی دزړه له تله درته سلامونه نیکي هیلي اوپیرزویني وړاندي کوم ، وبعد زماپوښتنه داده چې :  زه له یوبل ملګري سره دمازدیګرپه لمانځه کې په داسي حال کې مسجدته ورسیدم چې ۳ رکعته راڅخه تېرؤ، کله چې امام له لمانځه فارغ شو زه اوملګری مي ولاړ شوو. نو له ماڅخه هېرؤ چې موږ له امام سره یورکعت اوکه دوه نیولي ؤ، نومامي ملګري ته په لمانځه کې کتل چې هغه درې رکعته وکړل نوماهم درې رکعته وکړل ایا په دې صورت کې زمالمونځ صحیح شوی اوکنه ؟ که په دې اړه مو معلومات راکړل . المستفتي احمد

الجواب : حامداومصلیا وبعد: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته : په مذکوره صورت کې چې تاسو ملګري ته په کتلوسره خپل لمونځ پوره کړی هغه صحیح دی . والله تعالی اعلم

في ’’ حاشیة الطحطاوی علی مرا قي الفلاح ‘‘ : وأن لا یکون الإمام مصلیا فرضا غیر فرضه ۔۔۔۔۔۔۔۔ ولا مسبوقا لشبهة اقتدائه ۔۔۔۔۔۔۔ وفي حاشیة الطحطاوي : (لشبهة اقتدائه) أي حال تحریمته ، وإنما لزمته القراء ة لشبهة  الإنفراد ، نعم إذا قضٰی المسبوقان ملاحظاً أحدهما الآخر لیعلم عدد ما علیه من فعله فلا بأس به ۔ (ص/۱۵۸ ، ۱۵۹ ، باب الإمامة)

وفي’’ الفتاوی الهندیة ‘‘ : ولونسي أحد المسبوقین المتساویین کمیة ما علیه فقضی ملاحظا للآخر بلا اقتداء به صح کذا في الخلاصة ۔۔۔۔۔۔ فلو اقتدیٰ مسبوق بمسبوق فسدت صلوٰ ة المقتدي قرأ أو لم یقرأ دون الإمام کذا في البحرالرائق ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ والأصل أنه إذا اقتدیٰ فی موضع الإنفراد أو انفرد في موضع الاقتداء تفسد ۔ کذا في البحر الرائق ۔ (۱/۹۲ ، کتاب الصلوٰة ، الباب السابع فی المسبوق واللاحق)

و في ’’ الشامیة ‘‘ : قوله : (نعم لونسي الخ) حاصله أنه لو اقتدیٰ اثنان معا بإمام قد صلی بعض صلوته ، فلما قاما إلی القضاء نسي أحدهما عدد ما سبق به  فقضی ملاحظاً للآخر بلا اقتداء به صح کما في الخانیة والفتح ۔ (۲/۳۴۸ ، باب الإمامة ، مطللب : فیما لو أتی بالرکوع والسجود أو بهما مع الإمام أو قبله أو بعده)

کتبه:م /محمد

About admin