Home » درس الحديث » درې تنه چې الله تعالی يې مرسته کوي :

درې تنه چې الله تعالی يې مرسته کوي :

عن أبي هريرة – رضي الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: ” ثلاثة حق على الله عونهم: المجاهد في سبيل الله، والمكاتب الذي يريد الأداء , والناكح الذي يريد العفاف ” رواه الترمذي وصححه

ژباړه : له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :دري کسان داسي دي چې الله تعالی يې مرسته کول په ځان لازم کړي دي . لمړی هغه  مجاهدچې دالله تعالی په لاره کي جهادکوي دوهم هغه مکاتب چې دورباندي ښودل شوي مال داداء اراده لري دریم هغه ځوان چې په دي نیت کوژدن وکړي چې ځان له ګناهونوپاک وساتي

تشریح : یعني الله تعالی  ددرومسلمانانومدداومرسته دخپل احسان له مخي په ځان لازم کړی دی :

  • مجاهد: هغه تن چې دالله تعالی ددين دخپریدولپاره جګړه کوي ،یاپه یوه اسلامي هیوادچې کوموکفارویرغل کړی وي دهغوئ دشړلولپاره جنګیږي .
  • مکاتب :هغه مریی چې دخپل مولی څخه دازاديدوپه بدل کي دپیسووړاندیزوکړي .
  • ناکح :هغه ځوان چې دګناه څخه دحفاظت په موخه نکاح کوي .

ددې درو واړو مرسته الله تعالی کوي .اودايې دخپل احسان اوتکرم له مخي په ځان باندي لازمه کړي ده . اوداخبره بي خي مشاهده هم ده .تاسوګورئ ! په رښتوني جهادکي ارومرو دښمن ماته خوري  ،که هرڅومره دښمن ډير،قوي اومجهز وي . لکه موږ دچنګیزیانو ،انګلیسانو ،روسانو ماته لیدلي اواوس دامریکایانو شکست  وینو ان شاء الله تعالی .

وماذلک علی الله بعزیز .

مفتي ابوحامدعفی عنه

 

About admin