Home » عصري مسائل » آیا هره خبره دنشروړ ده .

آیا هره خبره دنشروړ ده .

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! موږ ډیر سم خلګ وینو چې هسي یوه خبره واوري نوبیايې خپریدلو اوشائع کولوته زور ورکړی وي

مثلا : که  دچادشهادت ،زخم ،مرګ ، خلاصون ،اسارت  اوداسي نوري خبري واوري نوسمدستي يې شائع کوي همداسي که یوروایت  وویني نورکه هغه ضعیف وي یاموضوعي  وي دوئ وړاندي نشرکوي نوپوښتنه داده : چې دشریعت له نظره دغه عمل صحت لري اوکنه ؟ بینوا توجروا .

جواب : په اسلام کې دغه ډول اعمال چې وړاندي  يې یادونه وشوه هیڅ جواز نه لري . سره له دي چې په قرآن کریم ،احادیث صحیحه  اوفقه کي صراحت ورباندي شوی مګر دتاسف ځای دی چې تراوسه خلګ ځيني ناخبره دي ،اوپه دي عمل باندي له خواصو نیولي بیاترعواموپوري ټول اخته دي . والی الله المشتکی

قال الله تعالی :  وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَىٰ أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا() النساء

في شرح القسطلاني رح ۷\۸۹ قال تحت الاية المذکورة : ای افشوه بین الناس … وفیه انکار علی من یبادرالی الامور قبل تحققها فیخبر بها ویفشیهاوینشرها وقدلایکون لهاصحة .

وفي الحدیث : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : کفی بالمرء کذبا ان یحدث بکل ماسمع . الصحیح لمسلم ۱\۳۲

وقال علي القاري رح یعني لولم یکن للمرء کذب الاتحدیثه بکل ماسمع من غیرتیقن انه صدق اوکذب لکفاه من الکذب ان لایکون بريئا منه . وهذازجر عن التحدیث بشئ لم یعلم صدقه الخ

About admin