Home » بېلا بېلي لیکني » لاړ شه ! له تا لمونځ ساقط دی

لاړ شه ! له تا لمونځ ساقط دی

م/ صدیقي

ابن عقیل رحمه الله ته یوتن راغلی، اوورته کړه یي:زه څوځله په ابوکي ولامبم،خوبیاهم زماشک وي چي زه به پاک یم، اوکنه نوزمالمونځ به څنګه وي؟
ابن عقیل رحمه الله ورته وویل: لاړشه له تانه لمونځ ساقط دی؛ ته دلمانځه له اداکولوفارغ یی!.
هغه تن وویل: داڅنګه کیدای شي؟
ابن عقیل رحمه ورته وفرمایل چي درسول الله صلی الله علیه وسلم قول ده: رفع القلم عن ثلاثة المجنون حتي يفيق، والنائم حتي يستيقظ،والصبي حتي يبلغ، ومن ينغمس في الماءمرارامثلك ويشك هل أغتسل املافهوبلاشك مجنون.
ژباړه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:دري انسانان مکلف ندي
۱ـــ لیونی ترهغه چې روغیږي
۲ـــ ویده ترهغه چې راويښیږي
۳ـــ ماشوم ترڅوچي بلوغ ته رسيږي.
اوهغه تن چي څوځله په ابوکي له لمبیدلوورسته هم دځان په پاکي کي شک لري، هغه نوله شک پرته لیونی دی.

About admin