Home » د صحابه ؤ سیرت » هغه تن چې له زروتنوبهترده

هغه تن چې له زروتنوبهترده

لیکنه :م صدیقي :

هغه تن چې له زروتنوبهترده

کله چې دخالدبن ولیدرضی الله تعالی عنه لښکري دمرتدينوله جنګه فارغه شوي ،او تقریباټوله عربي جزیره مسلمانه شوه .

نودفارس طرف ته روان شو،اوله ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه نه يي کومک وغوښت    ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه ورته دمرستي لپاره یوازي یوتن ورولیږل هغه تن لاړو دخالد رضی الله تعالی عنه له لښکرسره په داسي حال کي یوځاي شوچې مول يي وهلی وو، اومخ يي پټ ؤهغوئ ته يي سلام واچوه ،اوزیاته يي کړه :چې درسول الله صل الله علیه وسلم خلیفه (ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه )رالیږلی ده .دخالد رضی الله تعالی عنه لښکرلادنورکومک په انتظاروي ،اوتمه يي لرله چې ابوبکر رضی الله تعالی عنه به ددوي دمرستې ،اوکومک لپاره ډیرصحابه کرام راليږلي وي چې راغلي تن وویل:(أنامددکم )زه ستاسومددیم !مجاهدینوددي خبري په اوریدوسره تکان وخوړ؛ځکه چې دوي له یوه داسي دوښمن سره دجګړي اراده لرله چې داسبابوپه لحاظ خوراقوي ،اوجنګیالي يي هم ډیرزیات ؤ .

مجاهدین په تشويش کي ؤ،اودخپل امیرخالدبن ولید رضی الله تعالی عنه پریکړي ته په انتظارؤ په دي وخت کي خالد رضی الله تعالی عنه دااوازوکړ:مجاهدینوجګړي ته تیارشئ!موږچې کوم مددغوښت هغه راغلی ده .

هوکي داتن قعقاع بن عمروالتمیمي ؤچې ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه دده په شان کي داسي وايي :دقعقاع غږله زروتنوبهترده چې په کوم لښکرکي وي ،اوبیاداسي وايي:(لایهزم جيش فیه قعقاع )قعقاع چې په کوم لښکرکي وي هغه به کله هم ماته وخوري .

الله تعالي دي ترينه راضي شي آمین .

 

About admin