Home » عصري مسائل » دویډیو ،أډیو اونورو په أپلوډ باندي روفۍ اخستل !

دویډیو ،أډیو اونورو په أپلوډ باندي روفۍ اخستل !

پوښتنه : مفتي صاحب ! زماوروردی دموبائلو پلورنځی لري ، خودموبائلونو دخرڅولو سره موبائل ، ایم پي ترې  اومیموري ګانوته شعرونه اودمجاهدینو ویډیوګاني هم اپلوډوي اوپه هغه باندي معلومي پیسي اخلي نوددغه پیسواخستل شرعاروادي اوکنه ؟ محمود

جواب : هو، دحمد،نعت،جهاد،ذکر ،نصیحت اونوردغه ډول آډیو ،ویډیو موبائلونویامیموري او ایم پي ترې  وته وراچول علماء جائز ګڼلي دي ،نوپه دغه عمل باندي معلومي روفۍ اخستل هم کوم قباحت نه لري . البته :چې دعقدنورشرائط په کې پوره وي .

البته :نامشروع غزلي ،فلمونه اونور داسي مواد موبائلونو اومیموریګانوته اپلوډول اووراچول شرعا ناروادي اواجرت ورباندي اخستل هم ناروادی .

في الهدایة ۳\۳۰۳ولایجوز الاستئجار علی الغناء والنوح وکذاسائرالملاهي لانه استجارعلی المعصیة والمعصیة لاتستحق بالعقد .

ومثله في ردالمحتار ۹\۷۵ مطلب في الاستئجار علی المعاصي الخ

ومثله في الهندیة ۵\۳۵۴ کتاب الکراهیة .

About admin