Home » بېلا بېلي لیکني » یوتن ته دابراهم ابن ادهم وصیت:

یوتن ته دابراهم ابن ادهم وصیت:

لیکنه :م  صدیقي 

 

ابراهم ابن ادهم رحمه الله ته یوتن راغلی ،اوورته کړه يي:نفس مي ګناهوته دعوت کوي وصیت راته وکړه !

ابراهم ابن ادهم رحمه الله ورته وویل: ماسره به داپنځه شرطونه مني له هغه ورسته دنفس خبره منه ،اوګناکوه .

۱ ـــــــــــ   کله چې دګنااراده وکړي نوداسي ځاي کي به يي کوي چې الله تعالی تانه ويني !

هغه وویل:سبحان الله هرځاي چې یم الله تعالی ماویني نوزه به له هغه څنګه پټ شم .

ابراهم رحمه الله ورته وویل:نوته له الله جل جلاله څخه نه شرميږي چې ته ګناکوي ،اوهغه تاويني ؟هغه تن چپ شو.

۲  ـــــــــــ  کله چې دګنااراده وکړي نودالله تعالی پرځمکه به يي نه کوي !هغه تن وویل: سبحان الله دالله جل جلاله له ځمکي به څنګه ووزم ؛ځکه داټوله دونیادهغه ده !

ابراهم رحمه الله ورته کړه :نوتاته له الله څخه حیانه درځي چې ګناکوي ،اوبیاهم دالله تعالی پرځمکه ګرزي ؟

۳   ـــــــــــ  کله چې دګنااراده وکړي نودالله تعالی له لوري درکړل شوی رزق مه خوره !

هغه وویل:سبحان الله نوڅنګه به ژوندکوم ؛ځکه نعمتونه ټول دالله جل جلاله له طرافه دي .

ابراهم رحمه الله ورته کړه :نوتاته له الله نه حیانه درځي چې ګناکوي حال داچې هغه تاته خوراک،چښاک درکوي ،اورزق درته ساتي ؟

۴  ـــــــــــ  چې کومه ګناوکړي نودمحشرپه ورځ چې کله ملائکه دهمدي ګناله کبله تاجهنم ته بیايي نوته به ورسره نه ځي !

هغه وویل:سبحان الله زه داهيڅ کله نشم کولی ؛ځکه هغوئ خوماپه زوربیايي؟

۵  ــــــــــ چې له ملائکوځان نشي خلاصولی نوبیاداوکړه :کله دي چې په خپله عمل نامه کي کړي ګناهونه ولیدل نوانکاروکړه ملائکوته ووایه چې ماخوداګناهونه ندي کړي دارا پسي اضافه لیکل شوي دي !هغه تن وویل:سبحان الله زه انکارڅنګه وکړم کرام الکاتبن  ، حفظه ملائکي ،اوزماهغه اندامونه به چیرته وي چې ماپري ګناهونه کړي دي .له دي سره یي په ژړاپیل وکړروان شو،اوپه لوړاوازيي داناري وهلي:این الکرام الکاتبون،والملائکة الحافظون،والشهودالناطقون !

 

About admin