Home » بېلا بېلي لیکني » په مصیبت صبرکول ستر اجرونه لري

په مصیبت صبرکول ستر اجرونه لري

لیکوال : م / صديقي

مصیبة هغه څه ته ویل کيږي چې انسان ته پري درد،اوتکلیف رسيږي ،اوانسان پري خپه کیږي ؛لکه دقریبانومرګ ،مريضي ،مالي تاوان ،اوداسي نورآن چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دڅراغ مړکیدل هم مصیبة بللی دی .

مصیبة که څه هم دمسلمان لپاره په ظاهره درد،غم ،اوتکلیف ده خوپه باطن کي مصیبة نه بلکه دالله تعالی له لوري یوسترانعام ،دګناهونوکفاره ،اودالله تعالی درضا،اوقرب سبب ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:(من یردالله به خیرایصب منه )

ژباړه :کله چې الله جل جلاله یوبنده ته دخیراراده وکړي نوهغه بنده په تکالیفوکي راګیرکړي بنده پرهغه غمونوباندي صبروکړي نوالله تعالی ورته ګناهونه معاف کړي ،اوخپل ځان ته يي نږدي کړي .

همدارازپه یوبل حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:مایزال البلاء بالمؤمن ،والمؤمنة فی نفسه ،وولده ،وماله حتي یلقی الله تعالی وماعلیه خطیئة .

هميشه یومؤمن نارینه ،اومؤمنه میرمن پرځان غمونه ،اوتکلیفونه تیرکړي تردي چې له الله تعالی سره ملاقي شي اوددوی هیڅ ګناهم نوي پاته ؛ځکه چې الله جل جلاله دهغه مصيبتونه له امله ددوي ټول ګناهونه معاف کړي وي .

په غمونو اوتکلیفونوباندي انسان لوړي درجې ته رسيږي .رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:الله تعالی یوانسان ته لویه درجه ،اومقام لیکلی وي خوبنده هغه مقام ته په نیکواعمال سره ځان نشي رسولی .الله تعالی ورباندي غمونه ،اومشکلات مسلط کړي ،اوبنده پردي غمونوباندي په صبرسره همغه لوړي درجې ته ورسيږي .

لنډه داچې غمونه ،اوتکالیف دګناهونوکفاره ،اوالله جل جلاله ته دقرب ،اونزدي والي زریعه ده .البة چې صبرورباندي وشي .

رحمان باباوايي:خداي هله دسړي یارشي چې دردمن شي :کمه نده دردمندي له عبادته .

About admin