Home » درس القرآن » عادیانو هم ترځان زورور نه لیدل:

عادیانو هم ترځان زورور نه لیدل:

قال الله تعالی :أَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ [ 15 ] فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي أَيَّامٍ نَحِسَاتٍ لِنُذِيقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَخْزَى وَهُمْ لَا يُنْصَرُونَ[16]فصلت

ژباړه : عادیانو ناحقه تکبراولویې وکړه په  زمکه  کې  اودابه یې  ویل  : چې  څوک ترموږ په زوراوقوت کې زیات دي ،آیادوئ په دي نه  پوهیدل چې هغه خدای ج چې دوئ یې پیداکړي دي هغه تردوئ په قوت اوزورکې  ډیرزیات دی ، هودوئ زموږ له آیتونو [احکامو] انکارکاوه ()  نوموږ یوتیز طوفاني باد څوورځي  مسلسل ورباندی راولیږل ددي دپاره چي په دنیاکې هم  یودذلت عذاب وروڅکو اودآخرت عذاب خویې تردي ډیردذلت  دی  او هیڅ ډول مددبه یې ونشي  ،

لنډ تفسیر:  عادیان هم دزمکي په مخ داحمقوکفارو یوقوم  ؤ چي په خپل زور اوقوت مغروره  ؤ اوځان به  یې ترهرچاقوي اوزورور باله اودابه  یې  ویل : چې زموږ قوت  اوزور سره هیڅوک مقابله نشي کولی  ، الله تعالی فرمایې :چې   آیا دغه احمقان په دي نه پوهیدل  چې هغه خالق چې دوئ یې  پیداکړي  دي هغه تردوئ په زوراوقوت کې ډیرزیات دی  ،خودغوکافرانو دالله  تعالی احکام اورسولان نه منل  نوبیا لوی خدای څوورځي مسلسل تیز ویرونکی طوفاني باد  ور باندي  راوالوزول  او هغه دزور اوقوت  لافي وهونکي یې په همدغه باد هلاک اوبربادکړل  ، داخوپه دیناکې هغوئ ته یودذلت  عذاب ورکړل شو، اوپه آخرت کې خوبه تردغه عذاب  ډیرسخت دذلت اوخوارۍ عذاب وڅکي  ،اوداسي څوک به هم  پیدانشي چې مرسته یې وکړي اودالله تعالی له دغه عذابه څخه یې خلاص کړي  .

About admin