Home » درس الحديث » په لیږعمل يې ډیراجرترلاسه کړ!

په لیږعمل يې ډیراجرترلاسه کړ!

ـ عَنِ الْبَرَاءِ رضی الله تعالی عنه قال: أَتَى النَّبِيَّ   صلی الله علیه و سلم رَجُلٌ مُقَنَّعٌ بِالْحَدِيدِ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أُقَاتِلُ أَوْ أُسْلِمُ؟ قَالَ: «أَسْلِمْ ثُمَّ قَاتِلْ». فَأَسْلَمَ ثُمَّ قَاتَلَ فَقُتِلَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ   صلی الله علیه و سلم: «عَمِلَ قَلِيلاً وَأُجِرَ كَثِيرًا». (بخارى:2808)

ژباړه : حضرت براء رضی الله تعالی عنه روایت کوي : یوسړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی زغره یې اغوستي وه ورته ويې ویل : دالله ج رسوله ! جهادته لاړشم اوکه ایمان راوړم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :لمړی ایمان راوړه اوبیاجهادته ولاړشه !  سړي ایمان راووړ  اوبیا دکفارو سره په جګړه بوخت شو  اوشهیدشو،رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لیږ عمل يې وکړ اوډیر اجر يې ترلاسه کړ .

تشریح : یوسړی چې زغره یې په تن وه ،دجنګ تیاري يې کړي رسول الله صلی الله علیه  وسلم  ته ودریدی ،ورته ويې ویل : دالله رسوله ! یاري ایمان راوړم اوکه وجنګیږم  ! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :یاري ایمان راوړه بیاوجنګیږه ! هغه ایمان راوړو اوجنګ ته ورغی له کفارو سره وجنګیدی شهیدشو ،رسول الله صلی الله علیه وسلم چې خبرشو نودده په هکله يې وویل : څومره لیږعمل يې وکړ اوڅومره ډیراجريې ترلاسه کړ . یعني جهاداوبیاشهادت  دومره عظیم عمل دی چې یوانسان په څومره لیږوخت کې جنت الفردوس ته رسوي.

About admin