Home » دار الافتاء » دڅوورځو لمونځ به راګرزوي ؟

دڅوورځو لمونځ به راګرزوي ؟

الاستفتاء رقم ………… محترم مفتي صاحب ! زماکالي نجس شوي و، لمونځونه مي ورسره کړي دي مګر رامعلوم نه دي چې دابه څه مهال نجس شوی اوس زه دڅوورځو لمونځونه بیرته راوګرزوم ؟ ملاعبدالباري .

الجواب حامداومصلیا وبعد: اول خودي ښه غور اوفکروکړه چې کوم وخت یقین یاظن غالب درپه یاد شو نوهغه وخت څخه دي لمونځونه راوګرزوه!  اوکه داسي نه وي نوپه جاموباندي چې کوم نجاست دی هغه ته دي وکتل شي ! که چېري تازه معلومیږي نودیوې ورځې لمونځونه دي راوګرزوه اوکه تازه نه معلومیږي نوبیادي ددروورځو لمونځونه راوګرزوه .

کمافي الهدایة ۱\۴۸ فیقدربالثلاث في البالي وبیوم ولیلة في الطري .ومثله في البدائع ۱\۲۲۹ وفتح القدیر ۱\۹۳

الخ والله تعالی اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

About admin