Home » دار الافتاء » ایا د نکاح په وکالت باندي شاهدان ضروري دي ؟

ایا د نکاح په وکالت باندي شاهدان ضروري دي ؟

استفتاء : محترم مفتي صاحب !  زموږ په سیموکې رواج دی چې  کله څوک نکاح کوي نو د زوم اوناوې دواړو له طرفه  وکیلان نیول کیږي  بیا چې کوم سړی د ناوې له طرفه وکیل وي  له هغه سړي سره دوه درې کسان نورهم ځي بیا چې راشي نو ملاصاحب  پوښتنه ترې کوي چې  وکیل څوک دی  وکیل ځان معلوم کړي بیاورته وایې چې شاهدان دي څوک دي  بیا په شاهدانو باقاعده شاهدي اداء کوي چې موږ په  اشهد بالله سره شاهدي اداء کوو چې دغه فلانی سړی دفلانۍ ښځې له لوري  دهغې په اقرار وکیل وټاکل شو اوموږ دهغې وکالت واوریدو   خو ماچې په  نورو سیموکې لیدلي وي هلته داسي څه نشته ،نوایا دنکاح په وکالت کې شاهدان ضروري دي اوکنه ؟ که په دې اړه مو معلومات راکړل  مننه به مووي  ستاسو ورور احمدالله  کندوز امام صاحب ولسوالۍ

الجواب : حامدا ومصلیا وبعد :  دنکاح  دوکیل  جوړیدو لپاره  شاهدان یاګواهان  ضروري  نه دي ، البتة که  د ښځې دانکار اندېښنه وي نوبیا مناسبه ده چې په وکیل جوړیدو باندي  څوک شاهد کړي .

لاتشترط الشهادة علی الوکالة بالنکاح ؛ بل علی عقدالوکیل، وانما ینبغي أن یشهد علی الوکالة اذا خیف جحدالمؤکل ایاها.  ( الدرالمختار مع الشامي ، کتاب النکاح باب الکفائة ۴/۲۲۱-۲۲۲  مطبعه زکریا) والله تعالی اعلم

کتبه م/محمد

About admin