Home » عصري مسائل » آیا دستن په لګیدلو اودس ماتيږي ؟

آیا دستن په لګیدلو اودس ماتيږي ؟

پوښتنه : په ستن لګولو سره اودس ماتیږي اوکنه په داسي حال کې چې ډیر وخت له ستن لګولو څخه وروسته وینه نه راوزي اوکه راووزي نولکه دستني سر دومره وینه وي اوهغه هم په هغه ځای ولاړه وي ترڅوچې ونه مښل شي ؟

جواب : په ستن لګولو سره اودس ماتیږی که څه هم هغه ځای دستني دپورته کولوڅخه وروسته وینه ونه کړي ځکه هغه وینه چې دستني په پيپ کې ځيني راغله هغه دومره ده چې که دزخم په خوله پريښودله نه ارومروبه دزخم دخولي شاوخوا وبهیږي .اوداودس دماتیدولپاره همدغه حالت کفایت کوي .

لمافي ردالمحتار ۱\۲۸۴ وینقضه خروج منه نجس الی مایطهر ،ثم المراد بالخروج من السبیلین مجردالظهور وفي غیرهما عین السیلان ولوبالقوة الخ

في الفتاوی المحمودية ۵\۶۹ \۷۰ خون اګرچه زمین پرنهین ګرا لیکن اګرنالی اوربوتل نه هوتي جس مین خون لیاګیاهي بلکه بذریعه سوئي ایسي هی نکالاجاتاتوضروربهکرزمین پرګرجاتا،جیسي چونګ لګادي جائين اوروه خون چوس لين جواس کي پیت مين چلاجائین زمین پرایک قطره بهي نه ګري توفقهاء کي نزدیک ناقض الوضوء هي الخ

About admin