Home » دار الافتاء » دسرخرييل اوکه څڼي ایله کول؟

دسرخرييل اوکه څڼي ایله کول؟

الاستفتاء رقم ………. محترم مفتي صاحب ! زموږ طالبانوهمیشه په دې مسئله کې سره بحث وي چې سرخرییل جائزدي ،مستحب دی اوکه سنت ؟ که په دې اړه باندي دفقهاء کرامو فیصله شوي حکم راته ولیکئ احسان به مووي .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوي اعمال ،اقوال ،اوتقریرات په دوه قسمه دی : ځيني رسول الله صلی الله علیه وسلم دعبادت په ډول کړي دي ، اوځيني رسول الله صلی الله علیه وسلم دعادت په ډول کړي دي .لمړي ته سنت الهدی اودوهم ته سنة عادية یاسنة زوائد ویل کیږي ،

دسردويښتانو په هکله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دحج اوعمري په مهال حلق راغلی دی خوپه عامه حالاتوکې يې څڼي وي .

همداراز يې دماشوم دزیږیدو وروسته دهغه دسرخرییلو ویلي دي . يا فاطمة احلقي رأسه وتصدقي بزنة شعره فضة . رواه الترمذي (1439) فقهاء وايې چې اومه ورځ دي دماشوم که هلک وي اوکه نجلۍ دهغه دسرویښتان دي قطع کړي

همدراز که کافرایمان راوړي نوسرخرییل هم ورته سنت دي . لأن النبي صلى الله عليه وسلم أمر رجلاً كافراً أسلم بقوله : ( ألق عنك شعر الكفر واختتن ) رواه أبو داود (356)

بلې خواته رسول الله صلی الله علیه وسلم دسرخرييل دیوې ځانګړي نښې یاعلامي ګرځول غندلي دي لکه دخوارجودعلامو په ښودلو سره وايې :سیماهم التحلیق .یعني ددوئ علامه به داوي چې سرونه به خرييې . البخاري (7007) ومسلم (1763) ، قال القرطبي : ( قوله : سيماهم التحليق ) أي جعل ذلك علامة لهم على رفضهم زينة الدنيا ، وشعاراً ليُعرفوا به .

همدارازدیوقوم یاډلي فیشن اختیارولو سره دغه عمل سرته رسول هم رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړي لکه :من تشبه بقوم فهومنهم . رواه أبو داود (4031) یعني که کوم فاسقان یاکافران دسرخرييل یو عمل وګرزوي اوبیا يې دانور مسلمان هم دغه طریقه غوره کړي نودوئ دهمدغه خلقو له ډلي څخه ګڼل کیږي .

همداراز دغم له امله دسرونو ویښتان لیري کول هم رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړي  لکه په حدیث کې راځي : ان رسول الله بريئ من الصالقة والحالقة … رواه مسلم (149)

همداراز دامت فقهاو لیکلي چې که چېرته دغه وړانديني امور منهیه نه وي نوپه عامه حالاتوکې دواړه روا دي یعني که یوتن سر وخريې اوکه څڼي ایله کړي .

لمافي التاتارخانیة ۱۸\۲۱۲ ان السنة في شعرالراس امالقصر واما الحلق .

ومثله في الهندیة ۵\۳۵۷

وردالمحتار۵\۲۸۸ ط رشیدیه

کتبه مفتي ابویاسرعفی عنه

About admin