Home » دار الافتاء » په مسجدکې دلمونځ کونکوترمخ تیریدل !

په مسجدکې دلمونځ کونکوترمخ تیریدل !

الاستفتاء رقم ………….. محترم مفتي صاحب ! زموږ په مسجدکې بلکه په ټولومساجدوکې دغه حال ده چې امام سلام وګرزوي نودغه خلق چې تلواره يې وي دهغوخلقو ترمخ تیریږي چې یوه دوه رکعتونه ځيني تېروي اوپه لمانځه ولاړ یاناست وي ، ایادوی ته ددې تیریدلوجواز شته اوکنه ؟

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل مکروه تحریمي دي ،مګر دلویې مسجدیا جامع اودکلي دمسجدپه مینځ کې فرق شته .هغه په دې ډول چې هغه مسجدیاجامع چې څلویښت زراع یاترهغه زیات وي نوبیابه

دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل دهغه پښو له ځایه بیادسجدې ترځایه کراهت لري . همدغه حکم په صحراکي دلمونځ کونکي هم دی . اوپه هغه مسجدکې چې سور يې ترڅلويښت زراع کم وي نوپه هغه کي دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په هره مسافه کراهیت لري .

في الفقه الاسلامي وادلته ۱\۷۸۸ قال الحنفیة ان کان یصلي في الصحراء اوفي مسجدکبیر فیحرم المرورفي الاصح بین یدیه من موضع قدمیه الی موضع سجوده . وانکان یصلي في بیت اومسجدصغیر [وهواقل من اربعین زراعا]فانه یحرم المرور فیه من موضع قدمیه الی حائط القبلة لانه کبقعة واحدة

وفي ردالمحتار ۱\۴۶۹   ومرور مافي الصحراء اوفي مسجدکبیر بموضع سجوده في الاصح وهومااختاره شمس الائمة وقاضیخان واستحسنه في المحیط وصححه الزیلعي . ومسجدصغیر …قیل هوالذي اقل من اربعین زرعا وهوالمختار .

کتبه : مفتي ابویاسرعفی عنه

About admin