Home » عصري مسائل » دضبط ولادت په اړه دهند اونړۍ دعلماؤ پرې کړي :

دضبط ولادت په اړه دهند اونړۍ دعلماؤ پرې کړي :

 

دضبط ولادت دټولو اړخونو دجاج اخستلووروسته دهنددفقهي سیمینار شریکوعلماولاندي فیصلې په متفه طور صادرې کړي .

  1. = هرهغه عمل چې دانساني نسل سلسله قطعه کوي یايې محدودوي هغه داسلام دبنیادی تصوراتوخلاف اوناجائزعمل دی .
  2. = دفیشن په ډول ،دتجارت او ملازمت دمصروفیت له امله یاپه سماجي دلچسپیو کي درکاوټ له وجي داولاد له روزني اوذمه داریو څخه انکار اسلامي شریعت به هیڅ ډول نشي قبولولای .
  3. = کومي میرمني چې دلوړمعیار دژوند تیرولو یادزیات دولت دلاسته راوړلو لپاره غواړي چې وظائف ترلاسه کړي اوخپل کورنۍ محدوده کړي نوپه اسلام کې دداډول نظريې هیڅ ګنجایش نشته .
  4. که دکوم ماشوم په ساتنه ،رضعت اوپرورش کې کوم نقصان راځي او مور دژرحامله کیدو له وېري دمناسبي وقفي لپاره دحمل مانع تدابیر غوره کړي نوشرعا پروانه لري .بلکه دایوجائز عمل دی .
  5. داسي دحمل ضدتدابیراختیارول چې دتل لپاره دحمل مخه نیسي دنارینه اوښځینه دواړو لپاره شرعا ناروااوممنوع عمل دي .

البته که چېري دماهرو اوقابل اعتمادطبیبانورایه داوي چې که په راتلونکي کې د ماشوم سره ددې میرمني دځان یاغړیو دتلف غالب ګمان وي نوبیاکه دغه میرمني داسي اپریشن وکړي چې نور حمل قرار نه نیسي شرعا جائز دي .

  1. =   پــــــــــــــــــه عارضي ډول دمانع حمل تداوي یا تدابیرهم په عامه حالاتو کې دضروت پرته جواز نه لري .
  2. = په لاندي دووصورتونوکې په عارضي ډول دحمل مانع تدابير اودواوي نارینه اوښځينه دواړه استعمالولی شي .
  • چې میرمن زیاته کمزوري وي دماهرډاکټرانو په نزد دغه میرمن دحمل برداشت نشي لرلای یادحمل له امله له سخت تکلیف اوضررسره مبتلاء کیدلای شي .
  • چې دغه ميرمن دوضع حمل یادولادت په مهال دمرګ دخطریاسخت تکلیف سره مخ کیدلای شي .
  • دهند دمجمع الفقه الاسلامي دلمړي کانفرانس لمړۍ فیصله
  • دا کانفرانس داپريل له اولی تردریمي کال ۱۹۸۹ پوري دهند ددهلي په جامعه همدردکې شوی و ،په دي کانفرانس کې دنړئ دبیلابیلو ملکونواومسلکونو ۱۲۰ تنوستروعلماو اودپنځوویشت سترو دارالافتاو مشرانو ګډون کړی و.

اهم فقهي فیصلي ازمجاهدالاسلام قاسمي رح صفح ۶= ۷= ۸ =

About admin