Home » درس القرآن » شهیدانو ته به نه هم عقیده دمړه لرئ اونه به مړ ورته وایاست!

شهیدانو ته به نه هم عقیده دمړه لرئ اونه به مړ ورته وایاست!

قال الله تعالی : ولاتقولوا لمن یقتل في سبیل الله اموات بل احیاء ولاکن لاتشعرون [] البقرة

ژباړه :  هغه چې په جهاد کې شهیدان شي هغوئ ته مړه مه وایاست !بلکه هغوئ ژوندي دي ؛خوتاسوته يې په ژوند نه پوهیږئ .

لنډتفسیر: په بدر کي دشهیدان شوو مجاهدینو په هکله منافقانو سمه خوله نه وهله ،اودابه يې ویل :چې دوئ خپل ژوندله لاسه ورکړ ،یايې خپل ژوند تباه کړ [لکه  اوسني منافقان ] الله تعالی ددوئ دغه خبره رد کړه اومسلمانانو ته يې داقانون کېښودچې دالله تعالی په لاره کې به شهیدانوته مړه نه  وایاست اوپه بل آیة کې ویلي چې ګومان به هم دمړو نه ورباندي کوئ . یعني نه  به په خوله مړه ورته وایاست اونه به عقیده داسي لرئ چې شهیدان دنورو مړو په څېر وګڼئ  ،بلکه هغوئ  ژوندي دي ،خوتاسودهغوئ په اعلی او له خوندونو ډک ژوند باندي نه ياست خبر ! په بل آية کې وايې :[ عندربهم یرزقون ]هغه په جنت کې دي اودالله  میلمانه دي .

About admin