Home » بېلا بېلي لیکني » دالات معاصره په ذریعه خرڅول اواخستل .

دالات معاصره په ذریعه خرڅول اواخستل .

البیع بالکتابة والالات المعاصرة :

دلته هم څوخبري دي :

  1. دخط اوکتابة په ذریعه سره بیع کول شرعا بیع ګڼل کیږي ،مثلا : یوه سړي بل ته ولیکل ( اما بعدفقدبعت سیارتي [المعینة ]منک بکذا ) فلمابلغه الکتاب قال مجلسه ذلک اشتریت : تم البیع بینهما . همداډول دمشتري له لوري ایجاب اودبائع له لوري قبول .
  2. یقیس علی الکتابة الالات الحدیثة :
  • التلکس .
  • والفاکس
  • شاشاة الحاسوب [الکمبیوتر]
  • والایمیس [میسجات من الحاسوب الالي ]
  • وغیرها من الواتساپ والمیسنجر والفیسبوک وغیرها …
  1. دیوه لیږل شوي سړي [رسول ]په واسطه بیع کول شرعا صحیح ده .مثلا :ان یرسل رسولا فیقول له البائع :بعت هذا من فلان الغائب بالف درهم فاذهب یافلان وقل له ،فذهب وقال له ماقیل له فقبل المشتري في مجلسه ذلک یکون بیعا .
  2. لکن داټول صورتونه هغه مهال صحت لري چې دادوه شرطونه په کې موجود شي . لمړی داچې مکتوب الیه اومرسل الیه ته خط یا رسول ورسیږي اوپه هماغه مجلس کې دابل قبول وکړي . اودوهم داچې دا آلات به له تزویر،جعلیت اومشبوهیت څخه خالي وي .
  3. اوکه په دغه طرقوکې جعل اوتزویر وشي نوټول هغه فقهي قوانین به ورباندي تطبیق کیږي چې دهمدغه صورتونو لپاره وضع شوي .
  4. دتلفون په ذریعه سره بیع ،داهم صحیح ده اوداسي ګڼل کیږي لکه مشافهة یعني لکه مخامخ په خبرواوالفاظو سرته رسیدلي بیع .که څه هم یوبل نه سره ویني ځکه دمتعاقدینو لیدل دعقدپه مهال شرط نه دي . کمافي الرسالة .وقال العلماء لوتنادیا وهما متباعدان وتبایعا صح البیع بلاخلاف . فقه البیوع ۱\۴۰
  5. دتلفون ، کمپیوتر ،فاکس اونورو معاصرو آلاتو سره بیع په هغه څېزونوکې صحت لري چې تقابض دبدلینو یابدل په کې شرط نه وي .اوکه چېري تقابض په کې ضروري وي لکه بیع الصرف بیاهغه یواځې په لاندي صورتونوکي صحیح کیدلای شي :
  • که دواړو جانبینو ته وکیلان دیوبل دقبض اوتسلم موجود وي
  • اوداچې د بنکونوپه اکاونټونو کې ددواړو طرفونو مال اوروفۍ موجودي وي

مختصرفقه البیوعه  لمفتي ابي یاسر عفی عنه

About admin