Home » بېلا بېلي لیکني » آیادبیع په عقد کې داضروري ده چې ایجاب اوقبول به دماضي په صیغه وي ؟

آیادبیع په عقد کې داضروري ده چې ایجاب اوقبول به دماضي په صیغه وي ؟

دلته بایدڅوخبرې په ذهن کې ثبت کړو!

۱=  ټول مذاهب په دي متفق دي چې ایجاب اوقبول به دواړه دماضي په الفاظوسره وي دمستقبل په الفاظوسره بیع  نه منقعده کيږي همداراز که یوماضي اوبل مضارع وي نوهم صحت نه لري .

۲= مګر داتقیيدیواځي په عربي ژبه کې دی ؛ځکه دبیع عقدپه داسي الفاظوسره کیږي چې هغه به دانشاء العقدیعني حال لپاره وي اوپه هغه باندي يواځي ماضي  دلالت کوي . امر او مضارع  یواځي دحال لپاره نه  بلکه داستقبال لپاره هم  راځي، نوکه په مضارع اوامرسره څوک عقدوکړي نووعده یاهم مساومة ګرزي  چې بیع  نه ده .مثلا : یوتن ووايې [ بعني هذالثوب بعشرة ] دامساومة ده . اوکه ورته ووایې : [ابیعک ] نوداوعده ده .

۳= مګر که بائع اومشتري دمضارع الفاظ استعمال کړي اومراديې ځني حال وي نوبیاهم عقدصحیح کیږي .لکه همداخبره چې ابن الهمام رح په فتح  القدیرکي ۵\۴۵۶ کې کړي ده .

۴= اوپه هغه لغاتوکې چې دحال لپاره ځانته صیغه موجوده وي اوداستقبال لپاره ځانته لکه په فارسي ،اردو یاپښتوکې نوضروري نه ده چې دماضي الفاظ به وي بلکه دهمدغه حال په صیغوباندي چې دانشاء العقدلپاره استعمالیږي بیع صحیح ده .

۵=  دعقدصیغي دژبوپه اختلاف سره مختلفي کیږي .په مجلة مادة ۱۶۸ کې وايې : الایجاب والقبول في البیع عبارة عن کل لفظین مستعملین لانشاء البیع في عرف البلد والقوم .

 دایجاب اودعوة په مينځ کي فرق :

دلته هم څوخبري دي :

۱=  د ایجاب په تحقق کي به خطاب یوه شخص معین ته متوجه وي ، که څه هم داخبره فقهاو صراحة نه ده ذکرکړي ،مګر له فروع اوجزئیاتوڅخه معلوميږي .

۲=  مګر که دایجاب عبارة داسي واضح وي چې انشاء د عقدځيني څرګندیږي اومحض وعده نه وي نوبیا دایجاب خطاب عام کیدلای شي .مثلا : من عرض سلعته للبیع  وقال : من أتاني بعشرة فهي له  فأتاه رجل بذلک ان سمع کلامه اوبلغه فالبیع لازم  وان لم  یسمعه ولابلغه فلاشیئ له .فان الخطاب فیه عام  وصریح  في انه یریدانشاء العقدبعشرة في الحال

۳= له همدې امله معاصروعلماء دامسئله په داوړاندینۍ خبرې ورقیاس کړي : چې یوتن  خپل سامان  مخ ته  کيښود اودنرخ کتبه يې هم ورسره  کيښوده نوداایجاب ګڼل کیږي .

۴= اوپه عامو حالاتوکې  دیوه سامان وړاندي کول چې دانشاء دعقدقرینه اویادبائع څخه صراحة دعقد نه وي نوایجاب نه ګڼل کیږي بلکه دعوت  ګڼل کیږي .

۵= ددعوت معاصرصورتونه :

  1. داخبارونو اوورځپاڼو له لاري دبیع اعلان خپرول .
  2. دمیاشتنیو دوه میاشتنیو مجلوله لاري اعلانات خپرول .
  3. درادیوګانو له لاري .
  4. دتلویزیون له لاري .
  5. دسوشل ميډیا له لاري
  6. دنیټ دبیلابیلو کمپنیو له لاري .

دغه ټول  اصلا خلګوته ددعوت  یوعام صورت ده .ایجاب نه دی .

نوچې هرڅوک  ددغه اعلاناتو له امله دې  معاملې  ته راشي  نودبائع اختیاردی چې قبول کوي اوکنه  .ولایتم  البیع الابقبول منه

۶=  لهذا که یوتجار له دغه اعلاناتو وروسته له ټاکلي نرخ څخه مخالفت وکړي نوپه ده به احکام دخلاف الوعدجاري کیږي اوبیع دده له قبول پرته نشي صحیح کیدلای .

۷= هوهغه ایجاب چې هرچاته موجه وي لکه په عالمي مالیاتي مارکیټونوکي چې یوتن دکمپیوترله لاري ایجاب تقدیموي اوداایجاب هرهغه چاته وي چې دغه لیک ووايې دانودعوت نه بلکه ایجاب دی دعرف له امله نوچې هرچاورسره قبول وکړ بیع ددوئ په مینځ کې  تامه ګڼله کیږي .

دمفتي ابویاسر دمختصرفقه البیوع څخه

About admin