Home » درس القرآن » دالهي نصرت لپاره دوه اړین څیزونه

دالهي نصرت لپاره دوه اړین څیزونه

قال الله تعالی : یاایهالذين امنو استعینوا بالصبروالصلوة ان الله مع الصابرین الایة

ژباړه : ای مؤمنانو تاسو په صبر[له معصیته ،په طاعت اومصیبت ]اولمانځه باندي له الله تعالی څخه مرسته وغواړئ ! بي شکه چې الله [تعالی] له صبرکونکو سره دی . په بل تفسیر : ای مومنانو ! په صبراولمانځه سره مرسته ترلاسه کړئ ! بی شکه دالله تعالی [مرسته ] له صبرکونکو سره ده .

لنډتفسیر : یعني په جهادکې دالهي نصرت لپاره دغه دوه شیان عملي کړئ ! یوصبر دوهم لمونځ .دصبرڅخه مراد درې واړه اقسام دي یعني له ګناهونو څخه دځان ساتل ،دطاعاتواوعباداتو په برخه کې تکلیف اوزیارایستل او زخمونه اوشهادتونوباندي راضي کیدل .

یاداچې  کله چې یومؤمن خپل ځان له ګناه څخه راوګرزوي ،دعباداتو مشقتونه اوتکالیف برداشت کړي اودالهي ابتلاو په تقدیرباندي راضي شي  اوددين لمړی اساسي عمل لمونځ په ښه طریقه سره سرته رسوي نوددين اودنیا ټول کارونه به پري اسانه شي اوهم  به يې په اخرت کې عظیم اجرونه  ترلاسه کړي .

الحاصل :په دې آية کې دجهاد په سترعبادت کې دصبر اولمانځه لوري ته توصیه ده .ځکه په جهادکې دصبردادرې واړه څېزونه شته . یعني شیطان غواړي چې  په یوه مجاهددغه ستر عمل خراب کړي نوپه ډول ډول وسوسو اودسیسو هڅه کوي چې یوه ګناه ورباندي وکړي،همداراز جهادلکه څرنګه چې یوعظیم عبادت دی مګر یوسخت عمل هم دی،نوپه جهاد باندي دوام کول  اویخني ګرمي لوږي تندي يې تیرول دصبریوبل قسم دی ، اوپه جهادکې خوشهادتونه اوزخمونه وي نوپه دغه تقدیرباندي راضي کیدل هم دمجاهدلپاره ضروری دي .

په جهادکې  دمجاهدلپاره بل ضروري عمل لمونځ دی لمونځ چې ددين ستنه ده نوپه جهاد دالهي نصرت اومرستي ترلاسه کولو لپاره هم لکه صبرداسي یواساسي  شرط دی .

.

About admin