Home » دار الافتاء » پنځه کلن ماشوم دښځو دسفر محرم نشي جوړیدلای .

پنځه کلن ماشوم دښځو دسفر محرم نشي جوړیدلای .

الاستفتاء رقم …. محترم مفتي صاحب ! زموږ یوه نږدې قریبه دعمرې لپاره ځي ،هلته يې په مدینه منوره کې بل مشرزوی شته مګر  له کراچۍ څخه یواځي پنځه کلن زوی ورسره ده ،نودغه پنځه کلن زوی يې دسفرمحرم جوړیدلای شي ؟ یوسائل

الجواب حامداومصلیا وبعد:دسفرلپاره چې دمېرمنو سره کوم محرم ضروري ده دهغه لپاره شرط ده چې عاقل اوبالغ به وي .نوپنځه کلن زوی دخپلې مورلپاره شرعي محرم نشي جوړیدلای ،نوکه بل محرم ورسره نه وي داسفر يې صحیح نه دی .

في الهندية ۱\۲۱۹والمحرم  الزوج ومن لایجوز مناکحتها علی التابيد … ویشترط ان یکون مامونا عاقلا بالغا حرا کان اوعبدا الخ

کذافي ردالمحتار ۲\۱۵۷

کتبه : المفتي الرحمت عفی عنه

About admin